د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

له نړيوال ټرانسپورټي دهليز سره د چابهار بندر د نښلولو هڅې روانې دي


چابهار بندر
چابهار بندر

په هندوستان کې افغان سفیر وایي، په افغانستان کې د خصوصي سکتور او اړوندو ادارو سره په همغږۍ، د شمالي او جنوبي نړیوال ترانسپورتي دهلیز سره د چابهار بندر د نښلولو چارې پر مخ بیايي.

فرید ماموندزي ازادي راډیو ته وویل، په همدې اړه یې دروانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ یې د هند د بهرنيو چارو وزارت په بلنه په یوې ورځنۍ کاري ناسته کې ګډون وکړ چې د هند د بندرونو او بحري انتقالاتو وزارت په نوښت، په نوې ډهلي کې ترسره شو.

داسې غونډې او پروژې د افغانستان اقتصاد ته یو بنیادي بدلون ورکولای شي

په دې ناسته کې د افغان سفارت د چارواکو ترڅنګ د ایران، روسیې، قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان او کوربه هند چارواکو هم ګډون کړی و.

ښاغلي ماموندزي وویل په دې ناسته کې د چابهار بندر د ستونزو او د حل‌لارو په اړه بحث وشو.

نوموړي ويلي: "افغانستان د یو لوی اقتصادي بحران نه تېريږي، داسې غونډې او پروژې د افغانستان اقتصاد ته یو بنیادي بدلون ورکولای شي. که چابهار د نړیوال شمالي او جنوبي ترانسپورتي دهلیز سره وصل شي، د توکو د انتقال لګښت به ۶۰ سلنه او د ترانسپورت وخت به ۵۰ سلنه کم شي. زموږ هڅه دا ده چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې افغانستان له مهمو پروژو څخه وروسته پاتې نه‌شي. که څه هم موږ سیاسي لوی بحران سره په وطن کې مخ یو، بیا هم لازم اقدامات ترسره کېږي."

هند کې افغان سفير فريد ماموندزی
هند کې افغان سفير فريد ماموندزی

د شمالي او جنوبي نړیوال ترانسپورتي دهلیز سره د چابهار بندر د نښلولو خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي چې، څو ورځې وړاندې د افغان سوداګرو شاوخوا ۵۰۰ کانټینره سوداګریز مالونه چې د مالیزیا او اندونیزیا څخه افغانستان ته انتقالېده، د لوړو مالیاتو له امله له کراچۍ بندره راوګرځول شول او د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېدل.

"چابهار د افغانستان د ترانزیت لپاره ځانګړی اهمیت لري

د پاک-افغان سوداګرۍ خونې رئیس خان جان الکوزی د چابهار بندر د نښلولو له پرېکړي هرکلی کوی او وایي، افغانستان د ورېښمو له لارې تجربه او تاریخ لري او دا د افغانستان په ګټه دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "چابهار د افغانستان د ترانزیت لپاره ځانګړی اهمیت لري، له یوې خوا نه موږ د وابستګۍ نه خلاصیږو، ځکه چې د کراچۍ په بندر کې کله کله موږ له ستونزو سره مخ کېږو. بله مهمه مسله دا ده چې له هندوستان سره لوی تجارت لرو. چابهار بندر نه یوازې هندوستان له افغانستان سره بلکې د تورغونډۍ له لارې یې له‌منځنۍ اسیا سره نښلوي. ډېر په سانۍ سره منځنۍ اسیا له جنوبي سیا سره، پرته د پاکستان له لارې، نښلوي او زموږ په صادراتو کې ځانګړی رول لري."

ومو غوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت او د سوداګرۍ خونې نظر هم ولرو خو مسوولینو یې، د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

د شمالي او جنوبي نړيوال ټرانسپورټي دهلیز (INSTC) د هند، روسیې، ایران، اروپا او مرکزي اسیا تر منځ د بار وړلو لپاره د کښتۍ، ریل او سړک لاره ده چې د هند بحر او فارس خلیج د ایران له لارې د کسپین بحر سره نښلوي او بیا وروسته په روسیه کې د سینټ پیټرزبرګ له لارې شمالي اروپا ته اوړي.

په اصل کې دا یوه لرغونې لاره ده چې د صفوي دورې پر مهال د مرکزي اسیا بازارونو ته د رسېدو لپاره د اروپایي، هندي او ډېری نورو بهرنیو سوداګرو له‌خوا کارول کېده.

XS
SM
MD
LG