د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۹

کابل ته د ملګرو ملتونو د پلاوي سفر؛ يو شمېر نجونو ترې غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي


د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امينه محمد
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستياله امينه محمد

په داسې حال کې چې کابل ته د ملګرو ملتونو تللي لوړ رتبه پلاوي له بېلابېلو شخصیتونو او چارواکو سره لیدنې پیل کړي، یو شمېر افغان نجونې له دغه پلاوي غواړي چې، د طالبانو پر حکومت دا ومني چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې زده کړو او د کار بندې دروازې پرانیزي.

دوی وايي په اوس وخت کې د ښځو پر وړاندې د محدودیتونو په برخه کې د طالبانو د پرېکړو په اړه د نړیوالو اعلامیې او غندنې بسنه نه‌کوي او باید عملي اقدامات وشي.

د پلازمېنې کابل يوه اوسېدونکې زرمينه وايي: "د ملګرو ملتونو سازمان باید پر طالبانو جدي فشارونه وارد کړي تر څو طالبان د ښځو پر وړاندې محدودیتونه پای ته ورسوي، زده‌کړو او تحصیل او دغه شان د مېرمنو کار ته اجازه ورکړي."

"د ملګرو ملتونو سازمان باید پر طالبانو جدي فشارونه وارد کړي

دغه راز د کابل يوې بلې اوسېدونکې ليدا ازادي راډيو ته وويل: "موږ غواړو چې د ملګرو ملتونو دغه پلاوی له طالبانو سره په بحثونو کې په دوی فشارونه زیات کړي څو د زده‌کړو او کار په ګډون پر ښځو بېلابېل محدودیتونه پای ته ورسوي."

د ملګرو ملتونو دا لوړ پوړی پلاوی د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د ویاند مرستیال فرهان حق ویلي، دغه پلاوی چې مشري يې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد کوي افغانستان ته له سفر مخکې په سیمه کې، د خلیج په هېوادونو، اسیا او اروپا کې له څو هېوادونو سره د مېرمنو او نجونو د حقونو او پایه داره انکشاف په اړه خبرې وکړي.

طالبانو په خپلو وروستيو پرېکړو کې پر نجونو د پوهنتون دروازې وتړلې او په غير دولتي مؤسسو کې يې پر ښځو د کار کولو بنديز ولګاوه.
طالبانو په خپلو وروستيو پرېکړو کې پر نجونو د پوهنتون دروازې وتړلې او په غير دولتي مؤسسو کې يې پر ښځو د کار کولو بنديز ولګاوه.

ښاغلي حق ویلي دي، چې کار او زده‌کړو ته د افغان مېرمنو او نجونو د لاس‌رسي په برخه کې د ملګرو ملتونو له یاد پلاوي غوښتل شوي چې طالبانو ته د وضعیت د جدیت پیغام ولېږدوي.

د دې سفر په جریان کې، مېرمن امینه محمد او ورسره پلاوي د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم کتلي دي.

ښاغلي کرزي نن سهار پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې، د ملګرو ملتونو له پلاوي سره په لیدنه کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو، د زده‌کړو پر ارزښت، د نجونو او مېرمنو لپاره د تحصیلي مراکزو په خلاصېدو او دندو ته د مېرمنو په بېرته ستنېدو خبرې شوي دي.

خو د دغه پلاوي د نورو لیدنو کتنو په اړه لا تر دې دمه څه نه‌دي ویل شوي.

په همدې حال کې د افغان مېرمنو د حقونو ملاتړې او د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شینکۍ کړوخېل د دغه ډول سفرونو پر زیاتېدو ټینګار کوي خو وايي، د ملګرو ملتونو یاد پلاوی باید په افغانستان کې له مېرمنو سره هم وګوري.

اغلې کړوخېل وايي: "زما په فکر دا سفرونه ځکه ګټور کېدای شي چې له‌مخې یې مخامخ د نجونو او مېرمنو په مشروع حقونو باید د طالبانو له افراطي رهبرانو سره که دوی وکړای شي ملاقات وکړي او د ښځو په حقونو ورسره خبرې وشي، که هر څومره دا ملاقاتونه زیات شي او فشارونه راوړل شي مطمین یم چې طالبان به په دې فکر وکړي چې څه وکړي، یانې طالبان باید دا فکر ونه کړي چې نړۍ راسره ومنله او دا موضوع یې له یاده ووتله."

یانې طالبان باید دا فکر ونه کړي چې نړۍ راسره ومنله او دا موضوع یې له یاده ووتله."

په همدې حال کې د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان ال‌ثاني CNBC ټلوېزيون سره په مرکه کې ویلي، که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت وروستي اقدامات خواشینوونکي دي خو هېواد به یې په افغانستان کې د بدلون راويستو د یوازینۍ لارې په توګه له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړي.

ښاغلي ال‌ثاني زیاته کړې، دوحه له نورو اسلامي هېوادونو سره سلامشورې کوي څو په کندهار کې د طالب مشرانو سره د خبرو زمینه برابره کړي.

نوموړي ویلي، که څه هم دا به "ساده کار نه وي" خو دا مهمه ده چې هڅو ته دوام ورکړل شي.

د طالبانو حکومت د تېر میلادي کال د ډسمبر په میاشت کې په دوه بېلابېلو فرمانونو کې نجونې له پوهنتونونو او په نا دولتي نړیوالو او ملي ادارو کې له کار کولو راوګرځولې.

که څه هم د طالبانو دا پرېکړه په کور دننه بهر په پراخه کچه وغندل شوه او په غبرګون کې يې څو نړیوالو مرستندویه مؤسسو خپل فعالیتونه وځنډول خو د طالبانو حکومت تر دې دمه په خپل دریځ کې بدلون نه‌دی راويستی.

دوی مخکې له دې نجونې له شپږم ټولګې پورته له زده‌کړو هم منع کړې دي، په ډېری دولتي ادارو کې یې هم له کار راګرځولي او په ګڼ نورو برخو کې یې هم پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه لګولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG