د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۶

ټاکل شوې افغانستان کې د ګوزڼ ضد واکسين نهم پړاو تر پنجشنبې دوام وکړي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په افغانستان کې ټاکل شوې ده چې د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین نهم پړاو د پنجشبنې تر ورځې دوام وکړي.

دا مرحله د دوشنبې په ورځ پيل شوه او په شپږ ویشت ولایتونو کې به ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

په دې پړاو کې به اووه میلیونه ماشومانو ته په دوه سوه دوه څلویښت ولسوالیو کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ واکسین ورکړل شي.

د ملګرو ملتو د ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، د مرستندویانو او یو شمېر نړیوالو بنسټونو په مرسته دوی کولی شي چې په افغانستان او نړۍ کې پولیو یو مخ له منځه یوسي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي چې لاهم پکې دا ناروغي شته.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین کمپاین سږکال په جنوري کې پيل شو چې اته مرحلې یې بشپړې شوې دي او اوس یې نهم پړاو روان دی چې تر پنجشنبې دوام کوي.

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې اتو مرحلو په مټ وتوانېدو چې د پولیو پېښې د پخوا په پرتله کمې کړو. په تېر یوه کال کې موږ یوازې دوه مثبت پېښې لرلې چې د تېرو کلونو په پرتله ډېرې کمې دي."

د سږکال دوې مثبتې پیښې په پکتیکا او کونړ کې ثبت شوې دي.

پروسږکال د پولیو څلور او په دوه زره شلم کې شپږ پنځوس پیښې ثبت شوې وې.

مخکې تر دې چې طالبان کابل ونیسي د افغانستان په یو شمېر سیمو کې د دوی وسله‌والو د پولیو د واکسین د تطبیق مخه نیوله.

پولیو یوه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې د واکسین له لارې یې مخه نیول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG