د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې په اړه اندېښنه ښودلې


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په افغانستان کې د اسلامي دولت خراسان څانګې هلو ځلو ته اندېښنه څرګنده کړه.

مېرمن اوتنبایوا پرون د ملګرو ملتو امنیت شورا ته په خپله وینا کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې هم د اندېښنې وړ وبللې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړې استازې په نیویارک کې د ملګرو ملتو د امنیت شورا غونډې ته وویل چې دې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانستان ډېرو سیمو ته سفر کړی دی او اکثریت افغانانو دې ته ویلي دي چې راتلونکي ته اندېښنه لري.

"موږ د داعش خراسان څانګې وروستیو فعالیتونو ته ډېر اندېښمن یو

مېرمن اوتنبایوا د افغانانانو اقتصاد ته د اندېښنې ترڅنګ په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو ته تشویش ښکاره کړ.

نوموړې وويل: "موږ د داعش خراسان څانګې وروستیو فعالیتونو ته ډېر اندېښمن یو، په ځانګړي ډول چې د روسیې پر سفارت یې برید وکړ، د پاکستان پر سفارت یې حمله وکړه او پر هغه هوټل یې حمله وکړه چې ډېر چینایان په‌کې دېره وي. بل لور ته موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتو ته ډېره اندېښنه لرو خو د افغانستان دننه د طالبانو پر ضد د پام وړ محسوس اپوزسیون نه‌شته."

کابل کې د داعشيانو له‌خوا پر هغه هوټل بريد چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل.
کابل کې د داعشيانو له‌خوا پر هغه هوټل بريد چې چينايي وګړي په‌کې اوسېدل.

اغلې اتنبایوا زیاته کړه چې عادي افغانان بیا د طالبانو له ډېرو اعمالو سره مخالف دي.

د یوناما مشرې امنیت شورا ته په خپله وینا کې د طالبانو د مشر ملا هبت اله اخندزاده د نومبر د دیارلسمې نېټې پرېکړې ته اشاره وکړه چې له خپلو قاضیانو یې وغوښتل چې حدود جاري کړي.

"موږ له طالبانو غواړو چې شرعي سزاګانې په هغه ډول پلې کړي چې په اکثرو اسلامي هېوادو کې تطبیقیږي."

د اغلې اتنبایوا په وینا په نړیواله کچه دا سزا له بشري حقونو څخه سرغړونه ده.

نوموړې ويلي: "موږ له طالبانو غواړو چې شرعي سزاګانې په هغه ډول پلې کړي چې په اکثرو اسلامي هېوادو کې تطبیقیږي."

طالبانو تر اوسه د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمیر نارینه او ښځینه په درو وهلي دي او په یوه مورد کې یې یو کس علني قصاص کړی دی.

د فساد په تړاو د یوناما مشرې وویل چې د طالبانو په حکومت کې د جمهوریت د وخت په پرتله اداري فساد په عمومي ډول د پام وړ کم شوی دی خو په تېرو شپږو میاشتو کې په ټیټه کچه د فساد نښې د اندېښنې وړ دي.

XS
SM
MD
LG