د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

ارزګان کې له تېرې يوې نيمې مياشتې راهيسې دولتي برښنا پرې شوې


د برېښنا شرکت لوګو
د برېښنا شرکت لوګو

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ له تېرې شاوخوا یوې نیمې میاشتې راهیسې دولتي برښنا پرې شوې چې، ښاریان او دولتي کارونکي يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

په دغه ولایت کې یوازې ډیزلي برښنا شتون لري چې د دولتي ادارو په ګډون شاوخو درې زره کورونو، دوکانو او دفترونو ته ویشل شوې ده.

"له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې زموږ په ولایت کې دولتي برښنا پرې شوې ده

شفیع الله چې په ترینکوټ ښار کې يې د خیاطۍ دوکان خلاص کړی او په خپل دوکان کې له دولتي برښنا څخه استفاده کوي خو له تېرې یوې میاشتې راهیسې ورباندې برښنا پرې شوې چې دې چارې يې پر کارو بار منفي اغېز کړی.

دی وايي، که څه هم د یادې برښنا بیه لوړه وه او په ۲۴ ساعتونو کې یوازې څلور ساعت ورکول کېده خو بیا هم غنیمت وه او دوی خپلي ستونزې پرې هوارولې.

نوموړی وايي: "له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې زموږ په ولایت کې دولتي برښنا پرې شوې ده چې زموږ کارو بار يې زیات زیانمن کړی، غوښتنه مو له دولت څخه دا ده چې باید ژر تر ژره برښنا فعاله کړي."

ارزګان، انځور - ارشيف
ارزګان، انځور - ارشيف

په ارزګان ولایت کې یو کیلو واټ برښنا ښاریانوته په ۲۸ افغانۍ ورکول کېده او دولتي ادارو ته په ۴۰ افغانۍ ورکول کېده.

د ازرګان ولایت یو شمېر نور اوسېدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي او وايي، چې د برښنا پرې کېدو له ګڼو ستونز سره مخ کړي.

محمدولي چې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ هوټل لري ازادي راډيوته وویل چې، له یوې نیمې میاشتې راهیسې برښنا ورباندې پرې شوې چې د دوی کاروبار يي زیات زیانمن کړی.

خو اوس چې برښنا نسته نو زما کاربار هم زیانمن شوی

دي وايي، په‌دې اړه څو ځلې د برښنا شرکت ته ورغلی خو ، هغوی ورته ويلي چې دوی د خپلو ماشینونو لپاره تېل نه‌لري.

نوموړی وايي: "تاسو وګورئ زه په‌دې هوټل کې څلور يخچالونه لرم چې غوښه او نور مشروبات په‌کې ایږدم خو اوس چې برښنا نشته نو زما کاربار هم زیانمن شوی ځکه غوښه مې راته خرابیږي او مشروبات چې یخ نه وي خلک يي غواړي نه."

د ارزګان ولایت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې مسول چارواکې دې په‌دې برخه کې خپل مسولیت ادا کړي او برښنا دې ورته برابر کړي.

د برښنا شرکت کارکوونکي، انځور - ارشيف
د برښنا شرکت کارکوونکي، انځور - ارشيف

بل‌خو د ارزګان ولایت د برښنا شرکت رئيس ملا صفي الله انعام ازادي راډيوته وویل، چې د برښنا د پرې کېدو لامل د تېلو نشتوالي دی.

انعام زیاتوي چې د تېلو د کمښت ستونزه یوازې په ارزګان کې نه بلکې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې شته او په خبره يې چې دا ستونزه يي له مرکزي اداري سره شریکه کړې هم ده.

نوموړی وايي: "زموږ برښنا پر خلګو او دولتي ادارو ځکه پرې شوې چې موږ تېل نه‌لرو او خلګ او دولتي اداري موږته پیسي نه راکوي، موږ دا ستونز له مرکزي اداري سره شریکه کړې."

ارزګان ولایت خلک د طالبانو له حکومت غواړي چې د هلمند د کجکي ولسوالۍ د بند څخه دې چې ارزګان ته يې هم د اوبو زیان رسیږي باید برښنا ورکول شي.

XS
SM
MD
LG