د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۸

د کابل په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې د کرې جوړولو غبرګونونه راپارولي


د کابل ښار په دهن باغ څلور لارې کې د ځمکې د کرې د یو جوړ شوي موډل انځور
د کابل ښار په دهن باغ څلور لارې کې د ځمکې د کرې د یو جوړ شوي موډل انځور

د طالبانو حکومت تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار په دهن باغ څلورلارې کې د ځمکې د کرې د یو موډل جوړولو غبرګونونه راپارولي دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ له‌خوا د کابل ښار په دهن باغ څلور لارې کې، د ځمکې د کرې پر موډل جوړه شوې نقشه څه ستونزې لري؟

د ټولنیزو رسنیو ځیني کاروونکي وايي، نقشه سمه نه‌ده جوړه شوې تېروتنې لري او دا په ټوله کې د افغانستان له جغرافیې په اړه د طالبانو بې‌خبري ښيي.

ځینو بیا لیکلي چې طالبان په دغه کار کې سیاسي فکرونه لري.

خو د فرهنګي چارو پوه عبدالغفور لېوال بیا وايي، په دې کار کې د سیاسي فکر کوم څرک نه‌لیدل کېږي.

د نوموړي په خبره، په اوسنیو شرایطو کې دغه ډول نقشې باید کمپیوټري جوړې شي نه چې په لاس رسم شي.

لېوال زیاته کړه: "ټول هېوادونه پوهېږي چې همدا اوس په افغانستان کې څه ډول وضعیت دی او پرته له دې چې دا یو طنز وګڼي ماته نه‌ښکاري چې څوک دې دا یوه جدي خبره وګڼي."

د طالبانو تر کنټرول لاندې د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت‌الله بارکزی بیا وايي چې د دغې نقشې چارې وروستي شوي نه‌دي او کار پرې کار روان دی.

بارکزي وویل: "په لومړي قدم کې دا څلور لارې تر اوسه نه‌ده پرانیستل شوې او کار پرې روان دی، راتلونکې اوونۍ به پرانیستل شي. بل بحث دا دی چې په دې نقشه کې سرحدونه چې رسم شوي هغه سمبولیک دي. په دې نقشه کې بله خبره دا ده چې افغانستان زموږ هېواد دی نو په همدې خاطر مو هغه لږ رانږدې کړی، په دې کې کوم سیاسي هدف نه شته."

د ځمکې د کرې په دغه موډل کې د افغانستان په نقشه باندې د طالبانو بیرغ رسم شوی او ورسره د افغانستان د ګاوڼدیو هېوادونو نقشې هم شته چې په دې کې ځینې د چارو د پوهانو په باور ناسمې رسم شوي.

په نقشه کې قزاقستان له افغانستان سره تر ډېره په پوله نښلول شوی هېواد ښودل شوی، په داسې حال کې چې دغه هېواد له افغانستان لیرې د روسیې سره په څنګ کې پروت هېواد دی.

په دې نقشه کې د هندوستان تر مستعمرې لاندې کشمیر یو جلا سیمه ښودل شوې.

د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، په دغه څلور لارې کې جوړه شوې نقشه اته متره بر او دوه ټنه وزن لري او ګرځنده ده چې په یوه دقیقه کې پنځه ځله تاوېږي.

XS
SM
MD
LG