د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

يونېسف: افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخامخې دي


کندهار کې د پاکو اوبو کمښت
کندهار کې د پاکو اوبو کمښت

په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د وجهي صندوق (یونېسف) ویاند سلام ال جنابي وايي، تېرو وچکالیو د څښاک اوبه کمې کړې دي، د دوی له‌پاره دا ستونزه جدي ده او په دې برخه کې په راتلونکي کال کې له افغانانو سره مرسته کوي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "یونېسف په ۲۰۲۲ میلادي کال کې د ۹ ملیونه خلکو لپاره د څښاک اوبو ته د لاس‌رسي زمینه برابره کړی، په دې کې ډېرو اړمنو ته د څاک اوبو رسول، د اوبو سیستمونو رغول او پر خلکو د اوبو د تصفیې د تابلیتونو ویشل شامل دی. اوس چې د ژمي موسم رارسیږی، نو پاکو اوبو ته د مېندو او ماشومانو نه لاس‌رسی او وچکالي زموږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده."

یونېسف په افغانستان کې د اوبو د کمښت د ستونزې په اړه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د دوی یوه تازه سروې ښېي، چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د اوبو له کمښت سره مخ دي.

خو د سروې په اړه یې ډېر جزیات نه‌دي ورکړي.

کورنۍ هم دا ستونزه مني او جدي یې ګني.

د کابل اوسېدونکې مرضیه وایي، د ناپاکه اوبو د څښلو له وجې یې د کورنۍ غړي ناروغه شوي دي.

نوموړې وايي اقتصاد یې ښه نه‌دی، چې په بیه ځښاک لپاره پاکې اوبه واخلي.

اغلې مرضيه وايي: "لس کسېزه کورنۍ یو، اقتصاد مو ډېر ښه نه‌دی، چې پاکې اوبه واخلو، هماغه د کور د څاه اوبه څښو. له یوې خوا ناپاکه هوا له بل لوري ککړې اوبه زموږ د کورنۍ دوه کسان همدا اوس ناروغه کړي دي، زموږ اوبه ډېرې خرابه دي اصلآ د څښلو نه‌دي."

په لېرو پرتو سيمو کې بیا یو شمېر خلک ناپاکه اوبه هم نه‌لري او له لېرې ځایونو څخه يې په ډېرې سختۍ راوړي.

افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه، انځور - ارشيف
افغانستان کې د اوبو د کمښت ستونزه، انځور - ارشيف

قدریې رضایي چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکې ده، ازادي راډیو ته وویل چې، د دوی په سيمه کې د څو شپو ځنډنۍ اوبه په ټانکرونو کې راوړل کېږي، بیا یې دوی په بیه اخلي.

"د اوبو کمښت په ټول افغانستان په تېره بیا په غزني ولایت کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي

نوموړې وويل: "د اوبو کمښت په ټول افغانستان په تېره بیا په غزني ولایت کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي، اوږده واټنونه ځو بیا اوبه راوړو، ځینې خلک بیا د هغو ټانکرونو اوبه کاروي، چې څو ورځې ورباندې تېرې شوې وي ، سره له دې چې د خلکو اقتصاد هم خراب دی مجبوره دي چې همدا ځنډنۍ اوبه واخلي."

په تېر جمهوري نظام کې د عامې روغتیا وزارت د کتلوي معافیت مسول ډاکتر ګلاخان ایوبي وايي، په افغانستان کې د اوبو کچه ټېته شوې او پر دې سربېره د څښاک پاکو اوبو ته لاس‌رسی هم محدود شوی دی، نو په خبره یې له همدې امله هره ورځ په زرګونو کسان په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي او ان د مرګ تر کومې یې رسوي.

ښاغلي ایوبي ازادي راډیو ته وویل: "د اوبو د کمښت او ناپاکۍ له وجې بېلابېلې ناروغۍ لکه اسهالات، امیب، محرقه او داسې نور وژونکي مرضونه پیدا کېږي، په دې اړه داسې ویلی شم چې هره ورځ په زرګونو کسان د ناپاکه اوبو له وجې ناروغه کېږي او ډېر شمېر ناروغان بیا خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي."

د یادونې ده، چې د اوبو د کمښت لامل تېرې وچکالۍ، په بې‌ساري ډول د ژورو څاګانو کېندل او ورنه د خلکو ناسمه استفاده ده.

په افغانستان کې د اوبو د مدیرت اړوندو ادارو او بنسټونو او د ټولنیزو مسایلو کارپوهانو تل له خلکو ِغوښتي، چې د اوبو په کارونه کې له احتیاط څخه کار واخلي.

XS
SM
MD
LG