د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

يو بنسټ د پخواني پوځيانو له څه باندې دوه زره کورنيو سره مرستې کړي


د تېر جمهوري نظام سرتېري، انځور - ارشيف
د تېر جمهوري نظام سرتېري، انځور - ارشيف

د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسه وايي، توانېدلې څه باندې ۱۶ میاشتو کې په افغانستان کې د زرګونو پخوانیو پوځیانو کورنیو ته عاجلې مرستې ورسوي.

د دې موسسې مشر، محمد سلیم وردګ ازادۍ راډیو ته وویل، دوی دغه مرستې تر ډېره له بهرمېشتو افغانانو ټولې کړې دي.

نوموړي وويل: "تقریباً د ۹ اعشاریه ۲ ملیون افغانیو په لګښت مو په ۲۲ ولایتونو کې له شا و خوا ۲۱سوه کورنیو سره مرسته کړې ده. دغه مرستې د هغو با احساسه افغانانو، بالخصوص هغو افغانانو چې په بهر کې مېشت دي او د ابلېفت په نوم د افغانانو د همکارې موسسې له‌خوا شوې دي. موږ دغه مرستې په ۲۲ ولایتونو کې زیانمنو شویو کورنیو ته رسولي دي."

د وژل شویو او ټپي شویو پخوانیو پوځیانو هرې کورنۍ ته د مرستو په دغو کڅوړو کې خوراکي توکي، ژمني توکي، دارو درمل، نقدي پیسې او نور ضروري مواد شامل دي.

مرستې، انځور - ارشيف
مرستې، انځور - ارشيف

خو هغه پوځیان چې د ۲۰۲۱م کال د اګست په میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته له دندو شړل شوي وايي، له سختو نورو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

يو پخوانی پوځي چې نه‌غواړي چې د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په دې راپور کې یاد شي وايي: "پخواني پوځیان اوس کراچۍ چلوي. وضعه یې خرابه ده، څوک ورسره سم چلند نه‌کوي، وهل کېږي، زندانونو ته اچول کېږي او په ټوله کې له بد حالت سره مخامخ دي."

"پخواني پوځیان اوس کراچۍ چلوي. وضعه یې خرابه ده، څوک ورسره سم چلند نه‌کوي

ځینې پخواني پوځیان وايي، د طالبانو له عمومي عفوې سره- سره نیول کېږي، شکنجه کېږي او زندانونو ته اچول کېږي، د دې تر څنګ ځینې پوځیان تر لادرکۍ وروسته وژل شوي هم دي.

د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسې مشر، محمد سلیم وردګ وايي، دوی هڅه کړې چې د پخوانیو پوځیانو د ځورونې په مخنیوي کې مرسته وکړي.

ښاغلی وردګ وايي: "په تېرو شپږو میاشتو کې د پخوانیو پوځیانو چې نیول شوي وو، شکنجه شوي وو یا هم د ځینو ټولنیزو مسایلو یا هم سو تفاهم له کبله بندیان شوي وو، له کورنیو سره موږ مرسته وکړه."

د بشري حقونو د څار سازمان د تېر میلادي کال په نوامبر میاشت کې ویلي وو، چې د طالبانو له‌خوا یې د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ځینو چارواکو او امنیتي ځواکونو د اعدام او لادرکه کولو ځینې پېښې يې مستندې کړې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې مخکې ازادۍ راډیو ته ویلي وو: داسې اسناد دوی سره نه‌شته چې وښيي پخواني پوځیان یا پخواني سرتېري دې د طالبانو له‌خوا وژل شوي یا ځورول شوي وي.

د افغانستان د ملي ځواکونو د ملاتړ موسسه وايي، د ۲۰۲۱م کال په اپرېل میاشت کې یې رسمي جواز ترلاسه کړی، چې له تازه سیاسي تحولاتو وروسته هم په افغانستان کې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG