د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

روسيې د اوکراين پر دوو مرکزي سيمو د بې پيلوټه الوتکې بريدونه کړي


پر اوکراين د روسيې بريد
پر اوکراين د روسيې بريد

د مرکزي اوکراین دنیپروپیتروسک او زاپوریژیا سیمې تېره شپه او نن سهار وختي په کامیکازه بې پيلوټه انتحاري الوتکو او توپونو هدف وګرځول شوې.

د دنیپروپیتروسک والي ولنټاین ریزنیخینکو ویلي، د دوی ځواکونه توانیدلي چې د شپې پر مهال د روسیې ټولې اته واړه الوزول شوې کامیکازه الوتکې ویجاړې کړي.

د اوکرایني او لوېدیځو چارواکو په وینا، کامیکازه داسې ایرانۍ الوتکې دي چې بې پیلوټه الوزول کېږي او د هدف ځای کې چاودنه کوي.

ولنټاین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دنیپروپیتروسک کې د تېرې شپې بریدونو د ګازو پایپ لاینونو، کورونو، فارمونو او ودانیو ته زیان اړولی، خو په خبره یې د سر زیان په‌کې نه‌شته.

په زاپوریژیا کې هم روسي پوځیانو دوه کلي په نښه کړي چې د یوې ۱۵ کلنې نجلۍ په ګډون ۳ تنه په‌کې ټپیان شوي او یو شمېر کورونه ویجاړ یا نړیدلي دي.

زاپوريژيا کې بريدونه
زاپوريژيا کې بريدونه

دغه بریدونه داسې مهال کېږي چې پرون د دسمبر په شپږمه نېټه مسکو ادعا وکړه چې اوکراین د روسیې دننه یوه بله هوایي اډه ویشتلې ده.

چارواکو د روسیې په کورسک (Kursk) ښار کې چې د اوکراین شمالي پولې ته په نژدې ۹۰ کیلو مترۍ کې پروت دی، داسې انځورونه خپاره کړي چې ښيي له یوې هوایي اډې لوګي پورته کېږي.

وړمه ورځ هم روسیې چارواکو ادعا کړې وه چې دوه هوایي اډې یې د اوکراین له‌خوا ویشتل شوي دي.

اوکراین که څه هم په مستقیم ډول د دغو بریدونو پړه چې د بې پیلوټه الوتکو په وسیله شوي، نه‌ده منلې، خو نیویارک ټایمز د یوه اوکرایني چارواکي په حواله چې نوم یې نه‌دی اخیستل شوی ویلي، بریدونه دوی ترسره کړي دي.

د اوکراین اوسنۍ جګړه د امریکا د ملي استخباراتو له‌خوا د ټیټې کچې یاده شوې او د دغې ادارې په وینا د ژمي پر مهال به همداسې ورو روانه وي.

د امریکا ملي استخباراتو څو ورځې وړاندې وویل، اټکل شته چې دواړه خواوې د ژمي پر مهال یرغلیزو پسرلنیو جګړو ته ځان چمتو کړي.

بل لورته واشنګټن په یوه تازه اقدام کې له اوکراین سره په راتلونکي کال کې د اته سوه میلیونه ډالرو امنیتي مرستې اعلان کړی دی.

د دغې مرستې سند امریکایي قانون پوهانو د سه شنبې په ورځ تصویب کړ.

XS
SM
MD
LG