د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

خلک: ډنډ پټان سره د کرښې دواړو غاړو ته د ځمکې پر سر شخړه لا نه‌ده حل شوې


ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف
ډنډ پټان ولسوالۍ، انځور - ارشيف

د پکتیا ولایت د ډنډ و پټان ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې پر ډیورند کرښه جګړه درېدلې خو هره شېبه اندېښنه لري چې بیا به جګړه پیل شي.

د دې سیمې اوسېدونکي په داسې حال کې د جګړې د بیا پیلېدو اندېښنه ښېي چې د طالبانو د حکومت وياند ذبیح الله مجاهد له یوه پاکستاني پلاوي سره په کتنه کې ویلي د کرښې په اوږدو کې د شخړو د حل لپاره یوه ګډه کمېټه جوړه شوې ده.

"په ډنډ و پټان کې وضعه ډېره خرابه ده، خلک له خپلو کورونو وتلي دي."

د ډنډ و پټان يو اوسېدونکي د نوم د نه څرګندولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "په ډنډ و پټان کې وضعه ډېره خرابه ده، خلک له خپلو کورونو وتلي دي. مشکل خو ډېر زیات دی. د جنګ له وجې خلکو کډې وکړې، د سرپناه ځای نه‌لري، پاکستاني درایوران دلته بند پاتې دي او افغاني هغې خوا ته بند دي."

پاکستاني رسنیو د یکشنبې د ورځې په نښته کې د یوه پاکستاني پوځي د وژل کېدو او د دوو ملکیانو په شمول د ۹ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.

ډنډ پټان ولسوالۍ - انځور، ارشيف
ډنډ پټان ولسوالۍ - انځور، ارشيف

د ډیورند کرښې د پورې خوا ځینې قبیلې وايي چې ځمکې یې د پاکستان له لوري د ازغن سیم د غځولو له کبله د افغانستان خوا ته پاتې شوي او اوس طالبان غواړي چې د دوی په ځمکو کې سړک تېر او تاسیسات جوړ کړي.

تر اوسه پورې په دې موضوع د اختلاف له کبله د دوو خواوو خبرو نتیجه نه‌ده ورکړې.

نن بیا درنې وسلې راغلي دي، د زیات جنګ امکان شته."

د سیمې يو اوسېدونکي په دې اړه وویل: "خبرې اترې روانې وې خو بې پایلې پای ته ورسېدې، کومې موافقې ته سره ونه رسېدل، د جنګ د بیا پیلېدو امکانات شته دی. نن بیا درنې وسلې راغلي دي، د زیات جنګ امکان شته."

خو د دې سیمې یوه بل اوسیدونکي نجیب الله ازادي رادیو ته وویل چې پرون له لانجمنې سیمې لږ لېرې بیا کار پیل شو: "د ډنډ پټان ولسوالۍ هغه سیمه کې چې جنجال و، اوس کار نه کېږي خو له هغې ۳۰۰ متره وړاندې کار بېرته شروع شو خو کوم جنګ نه‌شته. خو کوم ځای کې چې جنجال و هلته قومي مشران ناست وو په خپل منځ کې یې غونډه وه."

تېره اوونۍ طالب چارواکو له پاکستاني پوځيانو سره مذاکرات هم وکړل، خو ويل کېږي چې کومه پايله يې نه‌ده ورکړې.
تېره اوونۍ طالب چارواکو له پاکستاني پوځيانو سره مذاکرات هم وکړل، خو ويل کېږي چې کومه پايله يې نه‌ده ورکړې.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۷ کال د هغه څه لپاره چې د امنیت ټینګښت یې یاد کړی پر ډېورنډ کرښه د اغزن سیم لګولو کار پیل کړ.

خو هغه مهال د افغانستان پخواني جمهوري حکومت او ځايي خلکو د پاکستان له دې اقدام سره مخالفت وکړ او هغه یې یو اړخیز اقدام وباله.

XS
SM
MD
LG