د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

طالبانو يوه اوونۍ کې دوه ځله شرعي حدود تطبيق کړل


ارشيف
ارشيف

طالبانو د یوې اونۍ په ترڅ کې د دوهم ځل لپاره شرعي حدود په عام محضر کې تطبیق کړل.

طالبانو د لوګر په مرکز پل علم کې یو شمېر ښځې او نارینه پرون د دې سربېره په متروکو ووهل چې د بشري حقونو د څار سازمان دوی ته وار له مخه خبرداری ورکړی و.

طالبانو د لوګر د مرکز پل علم د فوټبال په لوبغالي کې درې مېرمنې او نهه نارینه د سلګونو کسانو مخکې ته په دروو ووهل.

د تورنو کسانو عمرونه د یو ویشت او نهه دېرشو کلونو ترمنځ وو

د لوګر یوه چارواکي چې نه یې غوښتل د دې صحنې په اړه معلومات له رسنیو سره په تفصیل شریک کړي او خپل نوم واخلي اسوشیتد پریس اژانس ته دومره وویل چې، د تورنو کسانو عمرونه د یو ویشت او نهه دېرشو کلونو ترمنځ وو.

طالبانو د دې صحنې د عکسونو او ویډیوګانو د اخیستو ممانعت کاوه خو وروسته په خواله رسنیو کې داسې عکسونه خپاره شول چې په سلګونو کسان په‌کې ښکارې چې په لوبغالي کې ناست دي او د لوبغالي شاوخوا د طالبانو ډاټسن موټر راګرځیدلي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده تېره اونۍ خپلو قاضیانو ته حکم وکړ چې مجرمان قصاص او شرعي حدود پرې جاري کړي.

تر دې وروسته د اسیا د برخې مرستیالې پاتریشا ګاسمن ازادي راډیو ته وویل، که طالبان په عام محضر کې شرعي احکام پلي کړي، له سختو انتقادونو سره به مخامخ شي.

نوموړي وويل: "که طالبان د لاس او پښې د پرې کولو او په عام محضر کې د سنګسارولو په شان بې رحمانه او افراطي اقدامات بیا پیل کړي د نړیوالو د غندني مستحق دي."

په لوګر کې د حدودو د پلي کېدو تر پېښې مخکې طالبانو تایید کړې وه چې نولس کسان یې د تخار په مرکز تالقان کې په متروکو وهلي دي.

له بامیان، هرات او کندهاره هم داسې نا تایید شوي راپورونه خپاره شوې دي چې پر یو شمېر کسانو حدود جاري شوې دي.

په عام محضر کې اعدام، د زنا په خاطر سنګسار، د لواطت په جرم پر تورن د دېوال چپه کول، د غلو د لاسونو پرې کول او په متروکو وهل په حدودو کې شامل دي.

ارشيف
ارشيف

خو تر اوسه پورې د قصاص او د لاسونو او پښو د غوڅولو راپورونه نه‌دي ورکړل شوي.

"د حدودو تر نافذولو مخکې دې طالبان د داسې مشروعیت لپاره کار وکړي چې افغانستان له سیاسي او نړیوالې انزوا څخه ووځي."

د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه هاتف مختار چې په سیاسي بحثونو کې ډېر کله د طالبانو د حکومت ملاتړ کوي، په دې نظر دی چې د طالبانو لپاره لومړیتوب دا نه‌دی چې حدود تطبیق کړي.

نوموړی وايي: "د حدودو تر نافذولو مخکې دې طالبان د داسې مشروعیت لپاره کار وکړي چې افغانستان له سیاسي او نړیوالې انزوا څخه ووځي. طالبان دې پر یوې ملي اجماع کار وکړي چې هغه اجماع اساسي قانون رامنځته کړي او هغه ملي اجماع وکولی شي چې د اسلامي اصولو تر سیورې لاندې قوانین نافذ کړي."

طالبانو د واک په لومړۍ دوره کې، یعني له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې حدود او قصاص اجرا کاوه چې له دې کبله په نړۍ کې له ډېرو انتقادونو سره مخامخ وو.

XS
SM
MD
LG