د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

هند د افغانستان اوسني وضعیت په اړه اندېښنه وښوده


 د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه
د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه

هند په افغانستان کې د نظام له بدلېدو وروسته، په سیمه کې د اوسني وضعیت په اړه اندېښمن دی.

د افغانستان له‌خوا سیمې ته د ورپېښو ګواښونو په اړه د هند اندېښنه!

په هند کې د ۴۵۰ هېوادونو او سازمانونو استازي راټول شوي او 'د ترهګرۍ د نه ملاتړ' په نوم یې د جمعې او شنبې په ورځو غونډه کړې.

خو په دې غونډه کې له افغانستان او پاکستان چا ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه چې د دې غونډې مشري یې کوله ویلي، په اګسټ کې په افغانستان کې د نظام له بدلون وروسته، په سیمه کې حالت بدل شوي، ځکه د ده په خبره، د القاعده او داعش نفوذ د سیمې د امنیت لپاره لویه ستونزه جوړه کړې ده.

د هند د کورنیو چارو وزیر په دې غونډه کې د طالبانو د نوم له یادولو پرته وویل: "د القاعده په ګډون، په سویلي اسیا کې شته ترهګرې ډلې لکه لشکر طیبه او جیش محمد وژنو ته دوام ورکوي. موږ هېڅکله هم نه‌باید د ترهګرو پټنځایونه او د هغوی مالي ملاتړي له یاده وباسوو. د ترهګرو مالي ملاتړ د ترهګرو له ملاتړ ډېر ګواښوونکی دی او دوی نه باید له هېڅ دین، ملیت او ډلې سره وتړل شي."

د هند د کورنیو چارو وزیر نږدې درې لسیزې وړاندې په افغانستان کې د طالبانو ظهور ته اشاره وکړه او ویې ویل، هغه مهال نړۍ دوی وزغمل او بالاخره د سپټمبر د ۱۱مې په پېښه تمام شول.

هغه زیاته کړه، په سویلي اسیا کې وروستي بدلونونه زموږ لپاره اندېښمنوونکې دي.

دا غونډه د تېرو دوو هغو دوام دی چې په ۲۰۱۸ کال کې په پاریس او په ۲۰۱۹ کال د استرالیا په ملبون ښار کې وشوې او هدف یې د ترهګرو د مالي ملاتړو د مخنیوي لپاره د همکاریو پیاوړتیا ده.

د ازادي راډیو خبریال د هند د کورنیو چارو وزیر د اندېښنو په اړه د طالبانو د اوسني رژیم نظر وپوښت، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

ذبیح‌الله مجاهد
ذبیح‌الله مجاهد

خو له دې وړاندې مجاهد ویلي، د افغانستان خاوره به د بل هېڅ کوم هېواد پر ضد ونه کارول شي.

مجاهد دا هم ویلي و چې داعش د افغانستان لپاره جدي ګواښ نه‌دی او زیاته کړې یې وه، دا ډله په افغانستان ځانګړې جغرافیه په واک نه‌لري.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د نومبر په ۱۵مه دوو امریکايي چارواکو هم په افغانستان کې د القاعده او داعش له یو ځای کېدو څخه امریکا ته د رامنځته کېدونکو ګواښونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې له ترهګرۍ سره د مبارزې رییس کریسټن ابي زیډ د دې هېواد د استازو جرګې د کورني امنیت کمېټې ته ویلي و، د داعش ډله د پیاوړتیا په حال کې ده او امریکا ته یې د ګواښ اندېښنه ډېره ده.

د امریکا د تحقیقاتو د فدرال ادارې یا FBI مشر کریسټوفر ری هم یاد کمېټې ته ویلي و، دا اداره د طالبانو له واکمنېدو ورسته د افغانستان وضعیت په اړه اندېښنه لري، ځکه د دې په خبره، دوی په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د اطلاعاتو د راټولولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

دا اندېښنې ورسته له هغې زیات شوې چې د جولای په ۳۱مه په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري د امریکا د بې پیلوتې الوتکې په برید کې ووژل شو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG