د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

اوکرايني ځواکونه: د روسيې يو شمېر بريدونه مو په شا تمبولي


د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي له اوکرايني سرتېرو سره
د اوکراين ولسمشر ولودمير زلنسکي له اوکرايني سرتېرو سره

اوکرایني ځواکونو نن د نومبر په ۱۸مه وویل، دوی توانیدلي چې د اوکراین په ختيځ کې د روسي ځواکونو حملې په شا وتمبوي.

دا په داسې حال کې ده چې مسکو د اوکراین په بنسټیزو تاسیساتو باندې حملو ته دوام ورکړی او د ساړه ژمي له رابره کېدو سره یې هم‌مهاله د برښنا او ګازو په رسولو کې خنډونه رامنځته کړي دي.

د اوکراین د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز وویل، اوکراییني ځواکونه توانیدلې دي چې د لوهانسک او دونباس په اتو سیمو کې روسې ځواکونه په شا وتمبوي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي په خپلې شپنۍ وینا کې وویل، د روسیې د توغندیزو بریدونو په پایله کې ۱۰ میلیونه اوکراینان له برښنا بې برخې دي.

په دغو وروستیو بریدونو کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي دي چې اټکل کېږي د وژل شویو شمېر لوړ شي.

ولودمير زلنسکي
ولودمير زلنسکي

زلنسکي په خپلو خبرو کې وویل، موږ خلکو ته د انرژۍ د بهیر د عادي کولو لپاره هر څه کوو.

هغه زیاته کړه د اوکراین هوايي دفاعي سیستم توانېدلی چې د روسې ۶ کروز توغندي او ۵ بې پیلوټه الوتکې په نښه کړي.

د اوکراین هوايي دفاعي سیستم توانېدلی چې د روسې ۶ کروز توغندي او ۵ بې پیلوټه الوتکې په نښه کړي.

روسيې د نومبر په ۱۷مه د جګړې د پیل راهیسې تر ټولو سختو بمباریو څخه دوه ورځې وروسته په اوکراین د توغندیو ویشتل بېرته پیل کړل چې د انرژۍ تاسیسات او ملکي ودانۍ يې په نښه کړي دي.

چارواکو وویل، اوکرایني متخصصینو د ساعتونو لپاره کار وکړه څو د اوکراین د مرکزي سیمو په ګډون اویا سلنه اوکراینيانو ته برښنا ورسو، خو دغو چارواکو ویلي د خرسون بېرته نیول شوی ښار کې د ښخو شویو ماینونو په وجه دغه چاره ورو شوې ده.

اوکرايني سرتېري
اوکرايني سرتېري

د اوکراین د برښنا ملي شرکت په وینا، د روسيې په وروستیو توغندیزو بریدونو کې د برښنا ۱۵ تاسیسات زیانمن شوي دي چې په پایله کې يې په زرګونه کیلومتره لوړ ولټاژ لینونه کار نه‌کوي.

له‌دې سره هم‌هاله، د اوکراین د کورنیو چاور وزارت د ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې وویل، پلټونکو د خرسون په ازاده شوې سیمه کې ۶۳ هغه جسدونه موندلي دي چې د شکنجې نښې پرې ښکاري.

د اوکراین د بشري حقونو پلټونکو وړمه ورځ داسې ویویډ خپره کړې چې په‌کې د خرسون ښار کې د شکنجې یوه خونه ښکاري چې په یوه وخت کې ۲۵ کسان ساتل کېدل.

XS
SM
MD
LG