د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۲

ای ار سي: د امریکا کانګرس دې د افغانانو د بیا مېشتېدو مصوبه تصویب کړي


د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرځېدو سره سم زرګونه افغانان د تخلیې په پروګرام کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدل شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرځېدو سره سم زرګونه افغانان د تخلیې په پروګرام کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدل شول.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د متحده ایالاتو له کانګرس څخه غوښتي، هغه مصوبه دې تصویب کړي چې په دې هېواد کې د افغانانو دایمي مېشتېدو ته لار هواروي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو وروسته د امریکا متحده ایالاتو ته تللي زرګونه افغانان په دې هېواد کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه اندېښمن دي.

موسکا غوښتنه کوي چې باید د متحده ایالاتو حکومت دوی ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي.

موسکا چې د تخلیې په بهیر کې امریکا ته تللې ازادي راډیو ته وايي چې دې هېواد ته زرګونه راغلي افغانان په نا امېده حالت کې دي.

هغې وویل: "نه یوازې زه، دلته په زرګونه افغانان دي چې د کډوالۍ قضيې لري، خو کارونه یې په ډېر ځنډ سره مخ ته بیول کېږي. زما په ګډون ټول اندېښمن دي چې کله زموږ د ویزې موده ختمېږي، د امریکا په خاوره کې به زموږ برخلیک څنګه کېږي؟"

محمد امین چې له ورته حالت سره مخ دی د امریکا له دولته غواړي چې دې نامطمین حالت ته د پای ټکي کېږدي.

هغه وویل: "هغه افغانان چې دلته راکډوال شوي، ځینو ته یو او ځینو ته دوه کاله ویل شوي چې صبر وکړي، څو یې د ګرین کارت موضوع معلومه شي. موږ د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس له غړو غوښتنه کوو چې دې نامطمین حالت ته د پای ټکی کېږدي."

تازه د ژغورنې نړیوالې کمېټې یا ای ار سي د متحده ایالاتو له کانګرس څخه غوښتي چې د افغانانو د بیا مېشتېدو مصوبه تصویب کړي.

د ژغورنې په نړیوالې کمېټې کې د بیامېشتېدنې، پناه غوښتنې او د ادغام د پالیسي مشر او مدافع جي سي هېنډرېکسن له کانګرس څخه د افغانانو د بیامېشتېدنې مصوبې د تصویب غوښتنه کړې.

د نوموړي په وینا امریکا ته کډوال شوي افغانان د هغه ډاډ مستحق دي چې د دې مصوبې له لارې ورته برابرېږي.

د هېنډرېکسن په باور کډوالو او پناه غوښتونکو امریکا د نسلونو لپاره غوره او پیاوړې کړې ده او اوسني او راتلونکي امریکايي چارواکي باید د رښتينو امریکايي ارزښتونو ملاتړ وکړي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې د افغانستان د جمهوري حکومت له پرځېدو سره سم زرګونه افغانان د تخلیې په پروګرام کې د امریکا متحده ایالاتو ته ولېږدل شول چې ډېرو ته یې امریکا ته د ننوتلو په خاطر لنډمهالې بشردوستانه ویزې ورکړل شوې.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لسګونه زره افغانان د امریکا په نوښت او د ځینو نورو دولتونو په همکارۍ بهر ته ولېږدول شول.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لسګونه زره افغانان د امریکا په نوښت او د ځینو نورو دولتونو په همکارۍ بهر ته ولېږدول شول.

دا ویزې یوازې زیان ګالو ته اجازه ورکوي چې تر دوو کلونو پورې په متحده ایالاتو کې پاتې شي خو د دایمي استوګنې یا حتمي تابعیت لپاره زمینه نه برابروي.

خو د ای ار سي په وینا که کانګرس د افغانانو د بیا مېشتېدنې مصوبه تصویب کړي، په امریکا کې د افغانونو د دایمي مېشتېدو برخلیک ورسره معلومېدای شي.

د ای ار سي د معلوماتو له مخې افغانانو په متحده ایالاتو کې د خپل ژوند په لومړي کال کې ۱،۴میلیارد ډالر عاید درلود او نږدې ۲۰۰ ملیون ډالره مالیه یې ورکړې ده چې د ای ار سي په وینا دا ثابتوي چې د کډوالو د هرکلي پالیسي ډېر کله ټولنیزې او اقتصادي ګټې هم لري.

دې ادارې هدغه شان ویلي دي، په متحده ایالاتو کې له افغانانو پراخ هرکلی شوی او د ۳۷ ایالاتونو والیانو د بودیجې او قانوني اقداماتو له لارې ترې ملاتړ کړی، خو اوس د کانګرس وار دی چې د افغانانو د بیامېشتېدنې مصوبه تصویب او په عمل کې خپل ملاتړ ثابت کړي.

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس یو شمېر غړو د روان میلادي کال په اګست میاشت کې د دغه هېواد کانګرس ته یوه مصوبه وسپارله چې له مخې به یې امریکا ته نوي، ورغلي افغانان په هغه هېواد کې په قانوني توګه مېشت شي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په پنځلسمه کې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم لسګونه زره افغانان د امریکا په نوښت او د ځینو نورو دولتونو په همکارۍ بهر ته ولېږدول شول.

که څه هم ډېر نور افغانان لا هم په افغانستان او درېيمو هېوادونو کې امریکا، کاناډا او اروپايي هېوادونو ته د تګ انتظار باسي خو منزل ته رسېدلي افغانان بیا د مېشتېدو او قانوني اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له شته ننګونو شکایت کوي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG