د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

جرمني ته لسګونه افغان ماشومان د درملنې لپاره استول کېږي


ارشيف
ارشيف

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، ټول ټال ۵۴ ټپي او ناروغ افغان ماشومان به د پنجشنبې په ورځ د عاجلې درملنې لپاره جرمني ته واستول شي.

د دې ادراې د نشراتو او اطلاعاتو د څانګې مشر عرفان الله شرفزي تېره ورځ ناوخته ازادي راډیوته وویل: "ټاکل شوې سبا (د پنجشنبې په ورځ) د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته ۵۴ هغه ناروغ ماشومان د تداوۍ لپاره ولیږدول شي چې په اور سوځېدلي یا یې هډوکي مات شوي او په هېواد کې دننه یې درملنه یې ستونزمنه وي. دغه ماشومان به په المان هېواد کې د سولې کلي خیریه بنسټ له لوري په وړیا ډول تداوي کېږي."

"ټاکل شوې سبا (د پنجشنبې په ورځ) د افغاني سرې میاشتې له لوري المان هېواد ته ۵۴ هغه ناروغ ماشومان د تداوۍ لپاره ولیږدول شي"

ښاغلي شرفزي زیاته کړه چې په همدې ورځ به چې دغه ناروغان جرمني ته استول کېږي، هغه ۶۸ ماشومان چې د شپږو میاشتو په موده کې یې په جرمني کې درملنه شوې، بېرته افغانستان ته راشي.

د چارواکو په خبره سرې میاشتې ټولنې له‌خوا دغه ناروغ ماشومان چې جرمني ته د درملنې لپاره استول کېږي، عمرونه یې د یوه کال او یولسو کلونو ترمنځ دي او دوی به هم شپږ میاشتې هلته تر تداوي لاندې وي.

يو سوځېدلی ماشوم چې جرمني ته د درملنې لپاره استول شوی دی، انځور - ارشيف
يو سوځېدلی ماشوم چې جرمني ته د درملنې لپاره استول شوی دی، انځور - ارشيف

د سرې میاشتې د ټولنې رئیس مطیع الحق خالص چې په دې اړه یې پرون په کابل کې څرګندونې کولي وویل چې، ناروغ افغان ماشومان جرمني ته د درملنې لپاره د هغې دوه اړخیزې موافقې پر اساس استول کېږي چې د جرمني د سولې کلي په نوم نړیوالې خیره موسسې او د افغاني سرې میاشتې ټولنې ترمنځ په ۱۹۸۸ کال لاسلیک شوې ده.

د هغه په خبره دا هغه ماشومان دي چې کورنۍ یې د تداوي وس نه‌لري، د سرې میاشتې ټولنه ورته د پاسپورټ، ویزې او نور امکانات برابروي او د جرمني دغه خیریه بنسټ یې هم تر دوو کلونو پورې درملنه مخته وړي.

هغه ماشومان هم استول کېږي چې زړونه یې سوري وي

د افغاني سرې میاشتې ټولنه بهر ته د درملنې لپاره پر هغو ماشومانو سربېره چې په اور سخت سوځېدلي یا هډوکي یې مات وي، دغه راز هغه ماشومان هم استوي چې زړونه یې سوري وي.

د سرې میاشتې ټولنې د شمېرو له مخې په تېر په ۲۰۲۱م کال پر دې ناروغۍ اخته ۵۷۷ ماشومان پاکستان او هند ته استول شوي او درملنه یې شوې ده.

د سرې میاشتې ټولنې په وینا دغه بهیر له ۲۰۰۸ میلادي کال راهیسې پیل شوی او د دې ټولنې د تېر کال د شمېرو له مخې د نژدې دېرش زره ماشومانو نوم لیکنه شوې چې له دې ډلې د دیارلس زرو زیاتو ماشومانو درملنه شوې ده.

XS
SM
MD
LG