د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

د غبرګونونو دوام؛ کرزي د مسعود قبر د یوې برخې ړنګول د دښمنانو کار وباله


د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی

د احمد شاه مسعود د قبر د تیږې د تخریب په تړاو خپره شوې ویډیو ته د غبرګونونو په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له طالبانو غوښتې چې د افغانستان د مشرانو د قبرونو ساتنه وکړي او د دغه ډول وران کاره کړنو مخه ونیسي.

د احمد شاه مسعود د قبر د تیږې تخریب ته د غبرګونو په دوام د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر او یو شمېر نورو سیاسي بهیرنو د دغې کړنې غندنه کړې.

په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې د هغه د قبر په سر هغه تېږه چې د نوموړي په اړه لیکل پرې شوي، ړنګه شوې او پر ځمکه پرته ده.

حامد کرزي په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، د افغانستان دښمنان په داشان ناکامه کړنو سره نه شي کولای د ده په خبره "زموږ د ملي قهرمانانو" سپکاوی وکړي.

پخواني ولسمشر دغه شان د طالبانو له حکومت غوښتي چې د دا ډول وران کاره کړنو مخه دې ونیسي او د افغانستان د مخورو د قبرونو ساتنه دې وکړي.

د افغانستان د مخکیني نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر
د افغانستان د مخکیني نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

د تېر ړنګ شوي جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر هم په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه داشان د افغانستان ملي یوالي ته زیان رسوي.

بلخوا د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي شورا چې د طالبانو په مخالفت کې د تېر نظام د یو شمېر چارواکو او سیاسیونو لخوا جوړه شوې د شنبې په ورځې یې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تور پورې کړی چې طالبانو د احمد شاه مسعود د قبر تېږه ماته کړې ده.

د طالبانو په کنټرول کې باختر خبري اژانس د دوی د ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې ویلي چې د احمد شاه مسعود د قبر نړېدو اوازې درواغ دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مجاهد ویلي: "د اسلامي امارت د ځواکونو له لوري د احمد شاه مسعود د قبر نړېدلو اوازې درواغ دي او اسلامي امارت خپلو سرتېرو ته اجازه نه ورکوي چې چاته سپکاوی وکړي."

په ورته مهال باختر اژانس د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولانا نصرالله ملک زاده له خولې ویلي چې د احمد شاه مسعود مقبرې ته د چا له خوا هېڅ زيان نه دى اوښتى او دغه ادعا یې مغرضانه وبلله.

ملک زاده وویل چې دغه مقبره د مؤظفو ځواکونو له لوري ساتل کېږي.

هغه دغه راز وویل چې د ټولنيزو شبکو له لارې د احمد شاه مسعود مقبره د ډبرې د ويجاړولو په اړه يو شمېر مغرض او فرصت غوښتونکي کسان د جعلي ويډيوګانو په جوړولو سره غواړي عامه ذهنونه ګډوډ کړي او اسلامي امارت بدنامه کړي.

د طالبان د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدانافع ټکور هم د شنبې ورځې ماښام په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي و چې د احمد شاه مسعود د مقبرې د نړېدو په اړه اوازې درواغ او بې اساسه دي.

له دې وړاندې د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د افغانستان د اسلامی جمعت ګوند د دوو بېلابېلو څانګو مشرانو صلاح الدین رباني او عطا محمد نور، د اسلامي اتحاد ګوند مشر عبدالرب رسول سیاف او یو شمېر نورو سیاسیونو دغې موضوع ته غبرګونونه ښودلي وو.

په ورته وخت کې یو شمېر سیاسي شنونکي، په دې باور دي چې دغه ډول کړنې د طالبانو پر وړاندې د خلکو خوځښتونه پراخوي.

په روسیه کې د افغانستان پخوانۍ سفیر او سیاسي شنونکي همایون محتاط په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان ټولنه سره له دې چې اسلامي ده سنتي او عنعنوي هم ده چې په هغې کې ځیني منل شوي دودونه او رواجونه هم شته چې په دغه جغرافیا کې باید هغو ته درناوی وشي، له دې دلې یو هغه یې قبرونه دي."

له کله نه چې طالبان بیاځلي په افغانستان واکمن شوي دا دویم ځل دی چې د احمد شاه مسعود د قبر د تخریب په اړه له پنجشېر ولایت نه راپورنه ورکول کېږي، هغه ولایت چې په دې وروستیو کې ترې د جګړو راپورونه هم راځي.

له دې وړاندې داسې راپورونه هم خپاره شوي چې طالبانو د کندهار ولایت د پخواني امنیه قومندان جنرال رازق د قبر شاوخوا د موټرو په پارکېنګ یا تمځای بدل کړی.

دا راپورونه هم ورکړ شوي وو چې دوی په بامیانو ولایت کې د وحدت اسلامي ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري مجسمه هم ماته کړې وه او دغه شان یې د یو شمېر مشهور شخصیتونو تصوریرونه هم په ځینو ولایتونو کې خراب کړي وو.

XS
SM
MD
LG