د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د بریتانیا د صدراعظم پر وړاندې اقتصادي ننګونې؛ سوناک: په صداقت سره به خدمت وکړم


د بریتانیا منتخب صدراعظم ریشي سوناک
د بریتانیا منتخب صدراعظم ریشي سوناک

د بریتانیا منتخب صدراعظم ریشي سوناک وايي، هېواد یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی او یووالي او ثبات ته اړتیا لري.

ریشي سوناک به داسې وخت د بریتانیا د صدراعظمۍ دنده په غاړه واخلي چې هېواد یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

سوناک د لیز ټرس پر ځای چې شاوخوا اوه اونۍ صدراعظمه وه د محافظه کاره ګوند مشرۍ او د بریتانیا صدراعظمۍ ته ورسېد.

ریشي سوناک دوشنبه ماښام ولس ته په خپله لومړنۍ وینا کې د لومړیتوبونو په اړه وویل: "بریتانیا یو غوره هېواد دی، خو په دې کې شک نه شته چې موږ له یوې ژورې اقتصادي ننګونې سره مخ یوو. موږ اوس ثبات او یووالي ته اړتیا لرو او زه به دا خپل لومړیتوب وټاکم چې خپل ګوند او خپل هېواد سره یوځای کړو، ځکه دا یوازینۍ لار ده چې موږ به په هغه ننګونو بریالي شو چې موږ ورسره مخ یو او د خپلو ماشومانو او لمسیانو لپاره یو ښه سوکاله راتلونکی جوړ کړو. زه ژمنه کوم چې زه به په صداقت او عاجزۍ سره ستاسو خدمت کوم، او زه به هره ورځ د بریتانیا د خلکو لپاره کار کووم."

ریشي سوناک له لیزټرس هم ستاینه وکړه چې د ده په خبره په سختو شرایطو کې یې د هېواد لپاره کار وکړ.

سوناک وویل دا په ژوند کې ورته تر ټولو لوی عزت او ویاړ دی چې د بریتانیا صدراعظمي ته رسېږي او هغه هېواد ته د خدمت کولو موقع په لاس ورغلې چې دی یې ډېر زیات احسانمند دی.

ریشي سوناک به داسې وخت د بریتانیا د صدراعظمۍ دنده په غاړه واخلي چې هېواد یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
ریشي سوناک به داسې وخت د بریتانیا د صدراعظمۍ دنده په غاړه واخلي چې هېواد یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی.

ریشي سوناک ۴۲ کاله دمخه په بریتانیا کې زېږېدلی.

دی لومړنی اسیايي ټبری او غیر سپین پوستی برتانوی دی چې تر ټولو لوړ دولتي مقام ته رسېږي.

د ده پلار او مور چې اصلاً د هند د پنجاب دي په ۱۹۶۰ کال کې له ختیځې افریقا بریتانیا ته کډه شوي وو.

ریشي سوناک به د بریتانیا تر ټولو ځوان صدراعظم وي.

دی مخکې د بریتانیا د خزانې رییس او مالیې وزیر پاتې شوی چې تر صدراعظم وروسته په کابینه کې تر ټولو مهمه څوکۍ ده.

د کرونا وبا پر مهال چې خلک قرنطین کې وو ده د بریتانیا اوسېدونکو ته د مالي مرستو د ور رسولو پروګرام جوړ کړی وو او له هماغه وخته یې د ګڼو خلکو پام ور اړولی.

خو د بریتانیا اپوزیسیون کارګر ګوند د حاکم ګوند خپلمنځي ګډوډيو او په څه کم یوه نیمه میاشت کې د صدراعظم بدلولو ته په اشارې انتقاد کړی چې ګواکې حاکم محافظه کاره ګوند د بريتانیا اقتصاد مات کړی او خپلې ژمنې یې نه دي عملي کړي.

د کارګر ګوند مشرې انجیلا رېنر ویلي چې سوناک هېڅ ماموریت مخکې نه لري.

اغلې رېنر د عمومي ټاکنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې خلک د ټاکنو غوښتونکي دي.

XS
SM
MD
LG