د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

د ايران په بېلابېلو سيمو کې د دوشنبې په ورځ هم د محصلانو اعتراضونو دوام درلود


ايران کې لاريونونه
ايران کې لاريونونه

په ټولنیزو شبکو کې د خپرو شویو ویډیوګانو پر بنسټ د ایران په بېلابېلو ښارونو کې د دوشنبې په ورځ هم پراخې مظاهرې روانې وې.

د ازادې اروپا راډيو فردا څانګې راپور ورکړی چې په بوشهر کې د فارس خلیج پوهنتون محصلانو د تهران د اېوېن په زندان کې د امنیتی ځواکونو د حملو په اعتراض کې د حکومت ضد شعارونو په ورکولو سره مظاهره وکړه.

"وژل کوي او ډزې کو - ایوین یې وسوځاوه"

د تهران د طبي علومو په پوهنتون او د تهران په ازاد پوهنتون کې هم د محصلینو اعتراضونه روان وو.

"وژل کوي او ډزې کو - ایوین یې وسوځاوه"

په اردبیل کې د طب د محصلینو له اعتراض وروسته خبر ورکړل شو چې دولتي ځواکونو د دوشنبې په سهار په شخصي جامو کې د خمیني پر روغتون برید وکړ.

همدارنګه د چهارمحال او بختیاري ولایت په شهر کرد کې د پوهنتون د محصلینو د اعتراضي غونډو انځورونه هم خپاره شول.

له بله پلوه د ایران قضایه قوې اعلان وکړ چې د تهران په اېوېن زندان کې د وروستۍ اورلګېدنې له امله د مړو شمېره اته تنو ته ورسېده.

د الزهرا پوهنتون د محصلانو لاريون - ارشيف
د الزهرا پوهنتون د محصلانو لاريون - ارشيف

چارواکي وايي، د تېرې شنبې په ماښام د اور لګېدنې له امله ټپي شویو څلورو نورو کسانو هم ساه ورکړه.

تېره میاشت د اخلاقي امنیت د پولیسو په توقیف کې د مهسا امیني وژل کېدو په ټول ایران کې مظاهرې وپارولې چې له څو اونیو راهیسې دوام لري.

مهسا امیني ظاهراً د حجاب د نه رعایت په تور نيول شوې وه.

ددغې ٢٢ کلنې نجلۍ خپلوان وايي چې مهسا د ګشت ارشاد یا اخلاقي پولیسو د ګزمې ځواکونو په وهلو وهلو مړه کړه، خو چارواکي ادعا کوي چې هغه په ناروغيو اخته وه.

د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په ایران کې د مظاهره چیانو ځپل غندلي.

د بښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان او نورو ډلو د مظاهره چیانو د ځپلو لپاره د امنیتي ځواکونو د بسیج په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د ایران د بشري حقونو سازمان چې مرکزي دفتر یې په اوسلو کې دی، د دوشنبې په ورځ وویل چې د دغو مظاهرو او نا ارامیو په ترڅ کې د ۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۱۵ کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG