د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

منقاد: هیله لرو چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې بېرته پيل شي


معتادين د درملنې لپاره روغتون ته وړل کېږي - ارشيف
معتادين د درملنې لپاره روغتون ته وړل کېږي - ارشيف

د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مالي او تخنيکي مرستو له بندېدو سره، په افغانستان کې د معتادینو د درملنې بهير له معیاري حالت څخه وتلی دی.

خو اوس تازه په کابل کې د معتادینو د درملنې ابن سينا زر بستريز روغتون چارواکي وايي چې، د معتادینو د درملنې بهير بېرته خپل عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

د دې روغتون مشر ناصر منقاد ازادي راډيو ته وويل، دوی هيله لري چې د معتادینو د درملنې په برخه کې بهرنۍ مرستې له سره پيل شي، ځکه د هوا په سړېدو سره د دوی مراجعین نور هم ډېرېږي.

"هيله لرو چې د انساني دوستۍ له مخې دا مرستې بېرته پيل شي"

نوموړی وايي: "تر اوسه زموږ سره بهرنۍ مرستې نه‌دي پيل شوي، هيله لرو چې د انساني دوستۍ له مخې دا مرستې بېرته پيل شي تر څو د هېواد له پامه لوېدلي قشر د درملنې زمينه برابره شي، موږ اوس زر بستر شوي ناروغان لرو، د هوا په سړېدو سره ناروغان ډېرېږي او موږ د نورو ناروغانو لپاره په بشپړ ډول چمتووالی لرو."

د کابل د امنيې قوماندانۍ د يوې اعلاميې په خپرېدو سره ادعا کړې چې، په تېرو څوارلسو مياشتو کې يې په کابل کې (۱۳) زرو معتادینو ته د درملنې زمينه برابره کړې ده، خو په اعلاميه کې دا نه‌دي ويل شوي چې د دې معتادینو درملنه په کومو مرکزونو کې شوې او په کومو لارو چارو يې درملنه شوې ده.

دا اعلاميه داسې مهال خپرېږي چې په تېر يوه کال کې د کابل په ګډون، په څو ولایتونو کې معتادین په زندانونو کې ساتل شوي او هلته په زور د نشو پرېښودلو ته اړايستل شوي دي.

د ابن سينا مرکز معاون ډاکټر واحدالله کوشان وايي چې، د تېرو مياشتو خلاف، په دې وروستيو کې دوی ته ډېری معتادین په خپله خوښه د درملنې لپاره ورځي.

"زموږ د درملنې له پلان سره سم، موږ په هرو (۴۵) ورځو کې د زرو تنو درملنه کوو؛

ښاغلی کوشان وايي: "زموږ د درملنې له پلان سره سم، موږ په هرو (۴۵) ورځو کې د زرو تنو درملنه کوو او خپلو کورنیو ته يې روغ لېږو. موږ ته هره ورځ په خپله خوښه د ناروغانو د کورنیو، د خلکو استازو او کلي د ملکانو په مرسته پنځوس، شپېته ناروغان راځي."

په داسې حال کې چې دوې اوونۍ مخکې د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې دوه ميليونه ډالر (UNODC) ادارې ته د دې لپاره ورکړل چې د معتادینو د درملنې له (۴۰) تړل شويو مرکزونو څخه (۱۷) مرکزونه بيرته پرانيزي.

د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ دفتر يا (يوناما) چارواکو تازه د ابن سينا مرکز له نژدې څخه ليدلی او اړتیاوي يې ارزولي دي.

د يوناما چارواکو د دې مرکز د وضعيت په ارزولو سره، د طالبانو له حکومت څخه غوښتي چې، د معتادینو د صحي خدماتو لپاره دي د دې مرکزونو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي او داخل بستر ناروغانو اړتياوو ته دي پام وکړي.
-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00
XS
SM
MD
LG