د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

افغان خبریال 'عرفان‌الله' ترکیې ته په لار مړ شوی


افغان خبریال عرفان الله
افغان خبریال عرفان الله

د یوه افغان خبریال عرفان‌الله کورنۍ مني چې هغه ترکیې ته په لار مړ شوی دی.

افغان خبریال عرفا‌ن‌الله چې وړاندې یې په افغانستان کې د ژوندون په نوم خصوصي تلوېزیون سره کار کاوه، په غیرقانوني توګه د کډوالۍ په لارو هدف ته له رسېدو مخکې ومړ.

د هغې د کورنۍ غړي وايي، د عرفا‌ن‌الله له مرګه درې میاشتې وروسته، تازه خبر شوي.

د دوی په خبره، عرفان‌الله غوښتل په غیرقانوني لارو له ایران ترکیې ته ولاړ شي چې په لاره مړ شو.

د عرفان‌الله د کورنۍ یو غړی چې نه غواړي نوم او غږ یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، هغه د جمهوري نظام له سقوط وروسته بې‌روزګاره شو او له همدې امله یې غیرقانوني کډوالۍ ته مخه کړه.

د عرفان‌الله د کورنۍ یاد غړي زیاته کړه، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، هغه په کور شو او ډېره هڅه یې وکړه چې یو کار روزګار پیدا کړي، خو نتیحه یې ور نه کړه، تر دې چې اته میاشتې مخکې یې افغانستان پرېښود.

د سرچینې له قوله، د ترکیې حکومت د عرفان‌الله مرګ تایید کړی او ویلي یې دي، جسد یې د ایران او ترکیې په پوله، په وان ښار کې خاورو ته سپارل شوی دی.

د عرفان‌الله د کورنۍ غړي د خبریالانو او رسنیو له ملاتړو بنسټونو غواړي چې افغانستان ته د هغې د جسد په رالېږدولو کې همکاري وکړي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا نۍ مسوول ظریفي کریمي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "خبره د هېوادونو ترمنځ ده. تر ډېره حکومت دخیل دی، خو زموږ بنسټونو هم خپلمنځي خبرې پیل کړي، ګورو چې تر کومې کچې کولای شو شرایط برابر کړو."

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د عرفان‌الله د مړینې په اړه بېلابېل روایتونه کېږي، خو کورنۍ یې وايي، دوی ته ویل شوي چې هغه د سفر پر مهال ناروغ شوی و او له همدې امله مړ شو.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې سلګونه خبریالان بې‌ دندې او لسګونه رسنۍ وتړل شوې.

د نۍ د معلوماتو پر بنسټ، تېر یوه کال کې ۴۸ رسنۍ تړل شوي.

نی وايي، د جمهوري نظام له سقوط وړاندې، په افغانستان کې ۷۷۴۶ خبریالانو فعالیت کاوه چې اوسمهال یې ۶۰ سلنه بې‌دندې شوې دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ په خبره، له دې خبریالانو ډېرو یې وطن پرېښی او ځینو یې بیا درنو کارونو ته مخه کړې.

د عرفان‌الله کورنۍ هم وايي، هغه د ښې راتلونکې په هیله افغانستان پرېښود، خو له دې بې خبره چې دا سخت سفر به یې د ژوند وروستی سفر وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG