د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

اوکرایني چارواکي: روسي ځواکونو په زاپروژیا کې ۱۷ کسان وژلي


زاپروژیا کې د روسیې ځواکونو له برید وروسته د نښه شوې سیمې انځور
زاپروژیا کې د روسیې ځواکونو له برید وروسته د نښه شوې سیمې انځور

د اوکراین په زاپروژیا ښار کې د روسيې د بریدونو په پایله کې بېګا لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي.

روسیې د اوکراین په جَنوبي ښار زاپروژیا باندې بېګا بریدونه کړي.

د زاپروژیا د ښاري شورا سکرتر اناتولي کورتیف ویلي چې په دې بریدونو کې لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي.

کورتیف زیاته کړې چې پنځه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او څلوېښت نور کورونه هم قسمي تخریب شوي.

زاپروژیا تېره اوونۍ د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره الحاق شوې، خو روسیې په هغو سیمو بریدونه کړي چې لا هم د اوکراین په ولکه کې دي.

د زاپروژيا الحاق د نړیوالې ټولنې له خوا غندل شوی.

د اوکرایني پوځيانو له خوا په خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښودل کېږي چې په سیمه کې ګڼ کورونه ویجاړ شوي.

په زاپروژيا باندې دا په یوه اوونۍ کې دویمه ستره حمله ده.

د اکتوبر په شپږمه هم روسانو څو توغندیز بریدونه وکړل چې په نتیجه کې یې ۱۱ کسان ووژل شول.

روسیې د زاپروژيا د اټومي بټۍ کنټرول هم په لاس کې واخیست.

روسیې وروسته له هغه په زاپروژيا باندې بریدونه کړي چې پرون د کریمیا ټاپووزمې او روسیې تر منځ یو اصلي پُل په یوه بمي چاودنه کې ډېر تخریب شو.

روسيې په ۲۰۱۴ کال کې کریمیا ټاپووزمه له ځان سره الحاق کړه او وروسته یې دا پُل ور جوړ کړ.

په دې پله باندې یوه لارۍ بم حمله وشوه چې په نتیجه کې یې د اوسپنې پټلۍ او ځينې نورې اساسي برخې تخریب شوې.

مسکو له دې پرونۍ حملې وروسته په اوکراین کې د جګړو د هڅو لپاره خپلې قومانده بدله کړه او هم یې د کریمیا ټاپووزمې د امنیت لپاره اقدامات وکړل.

اوکرایني ځواکونو په وروستیو څو اوونیو کې په ختیځو او جَنوبي سیمو کې د پام وړ پرمختګ کړی او روسان یې په شا تمبولي.

اوکراین ویلي چې د خپلې خاورې ۷۷۰ کیلومتره مربع ساحه چې روسانو اشغال کړې وه بېرته نیولې.

سره له دې چې روسيې د اوکراین څلور سیمې زاپروژيا، خیرسون، لوهانسک او دونیتسک له ځان سره د یوې «جعلي ټولپوښتنې» په نتیجه کې الحاق کړې خو بیا هم د دوی پوځیانو ته د اوکرایني ځواکونو په ځوابي بریدونو کې درنه مرګژوبله رسېدلې.

XS
SM
MD
LG