د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

بلېنکن: امریکا او پاکستان په ګډه افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کوي


د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو
د عکس ښي لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن او چپ لور ته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، دغه هېواد غواړي له پاکستان سره په ګډه په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو سره د پاکستان او د متحده ایالاتو د اړیکو د ۷۵مې کلیزې د نمانځلو پرمهال ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه به په افغانستان کې د ثبات لپاره کار کولو ته دوام ورکوي.

دا نمانځغونډه دوشنبې په ورځ د سپټمبر په ۲۶مه د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.

بلېنکن وویل: "موږ د تروریزم سره د مبارزې په اړه له نږدې کار کولو ته دوام ورکوو. موږ له دوه لسیزو جګړو وروسته د افغانستان په راتلونکې کې ګډه ونډه لرو. په دې کې هېڅ شک نه شته چې موږ (پاکستان او امریکا) خپل اختلافات درلودل، خو موږ یو ګډ هدف لرو، د ټول افغانستان او په ټوله سیمه کې د خلکو لپاره یو باثباته، یو سوله ییز او آزاد راتلونکی. موږ به د دې موخې لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړو او همدارنګه به د افغانانو د اساسي بشري حقونو ملاتړ وکړو، په ځانګړې ډول د ښځو او نجونو."

امریکا داسې مهال له پاکستان سره په ګډه په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو او ترهګرۍ ضد مبارزې اړوند څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا په ګډون د نړۍ اکثره هېوادونو دغه هېواد د ترهګرو په ملاتړ او بېلابېلو په ځانګړې توګه طالبانو ته د پټنځایونو په ورکولو تورن وه خو پاکستاني چارواکو بیا تل دا ډول ادعاوې رد کړې وې.

د پاکستان صدر اعظم شهباز شریف د جمعې په ورځ د سپټمبر په ۲۳مه د ملګرو ملتونو عمومي ناسته کې د افغانستان اړوند وویل، چې په افغانستان کې یو شمېر ترهګرې ډلې شته دوی یې په اړه اندېښنه لري.


هغه د داعش خراسان څانګې، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي جنبش او د ازبیکستان اسلامي جنبش ډلو نومونه هم یاد کړل او ادعا یې وکړه چې دا ډلې افغانستان کې مېشتې دي.

خو د ښاغلي شریف دې څرګندونو په افغانستان دننه د طالبانو د حکومت او یو شمېر عامو افغانانو غبرګونونه هم راپارولي وو.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلېنکن د تازه څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، چې د افغانستان په اړه د دا ډول څرګندونو هدف، د ده په خبره نړۍ ته د دغه هېواد د وضعیت ناسم تعبیرول دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

مجاهد وايي: "موږ هېڅ چا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان خاوره د یو چا پر ضد استعمال کړي. موږ د دې خاورې مسوولیت لرو. باید دا ډاډ رامنځته شي، د افغانستان اړوند دا ډول څرګندونې او اندېښنې دا موږ ته ښکاري چې پروپاګند دی چې ځینې هېوادونه یې خپروي."

امریکا وروسته له هغې د افغانستان اړوند د ترهګرۍ ضد مبارزې خبرې زیاتې کړي او ټینګار کوي چې غواړي په دغه هېواد او سیمه کې ثبات رامنځته کړي چې تر دې وړاندې یې په کابل کې د جولای په ۳۱ د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د القاعدې ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه او وواژه.


دا هم د یادونې ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په داسې حال کې له پاکستان سره په ګډه د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ خبره کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو په راتګ سر له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او د افغانستان پخواني جمهور رییس حامد کرزي د جرمني شپېګل مجلې سره په مرکه کې ادعا کړې وه، چې دا کار د پاکستان په دستور شوی دی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG