د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

اوچا: د بوديجې د کمښت له امله مو افغانستان کې بشري مرستې کمې کړي


غزني کې له بې‌وزله خلکو سره يو شمېر مرستې
غزني کې له بې‌وزله خلکو سره يو شمېر مرستې

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، د بوديجې د کمښت له امله يې په افغانستان کې بشري مرستې کمې کړي دي.

دغه دفتر ویلي دي چې، د ۲۰۲۲ کال لپاره د اړتیا وړ بوديجه تر دې دمه ورته پنځوس سلنه رسېدلې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا څو ورځې مخکې ویلي وو، چې نږدې نولس میلیونه افغانان خوراکي خوندیتوب نه‌لري او ۲۵ میلیونه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

د کابل ښار اوسېدونکی حفیظ الله چې د شپږ کسیزې کورنۍ مشر دی وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو را ورسته يې نا دولتي دنده له لاسه ورکړې او اوس مهال ورځ مزدوري کوي.

خو نوموړي ازادي راډيو ته وویل، چې کارونه نشته او خپلو اولادونوته د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره، بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي وويل: "زه هره ورځ دلته د کار په لټه راځم خو کار نشته، مرستې ویشل کېږي خو ټولې هغه کسانو ته ورکول کېږي چې څوک واسطه ولري، موږ غوندې بې‌وزله خلکو ته هیڅ نه دي رسېدلي."

افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي.
افغانستان کې د فقر او بې‌وزلۍ کچه ورځ تر بلې ډېرېږي.

د کابل ښار بل اوسېدونکی حبیب وايي، دوه ځلې ورته د ملګرو ملتونو بشر دوستانه مرستې رسېدلي خو وايي، بسنه يې ورته نه‌ده کړې او نورو مرستو ته هم اړتیا لري.

ښاغلی حبيب وايي: "ما یو یا دوه ځلې بشري مرستې ترلاسه کړې دي، چې په‌کې یوه بوجۍ وړه، یوه وړه بوشکه غوړي او لږ دال نخود و، خو زه چې کار روزګار نه‌لرم باید زه او زما په څېر له نورو سره، دغه ډول مرستې زیاتې شي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي دي، د بوديجې له کمښت سره مخ دی.

دغه دفتر ویلي دي، د ۲۰۲۲ کال لپاره د اړتیا وړ بوديجه تر دې دمه ورته یوازې پنځوس سلنه رسېدلې ده.

سره له دې چې بېلابېلو ولايتونو کې له خلکو سره مرستې هم کېږي، خو د ژمي په رارسېدو د فقر او بې‌وزلۍ ګواښ ډېر شوی دی.
سره له دې چې بېلابېلو ولايتونو کې له خلکو سره مرستې هم کېږي، خو د ژمي په رارسېدو د فقر او بې‌وزلۍ ګواښ ډېر شوی دی.

د بشري مرستو د همغږۍ دغه دفتر ویلي دي، د بوديجې کمښت، د خوراکي موادو او نورو توکو د بیو لوړوالي اړ کړي چې د مرستو رسولو بهیر ورو کړي.

د ملګرو ملتونو د نړیوالو اړیکو مسؤل ملیسا فلینګ د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي دي: "افغانان اوس مهال کړیږي، هغوی تر بل هر وخت زموږ مرستو ته اړتیا لري، موږ دې برخه کې بوديجې ته اړتیا لرو، تر څو دا ډاډ ترلاسه کړو، چې ملګري ملتونه کولای شي ژغورونکې مرستې وړاندې کړي."

اوچا ویلي دي، په ۲۰۲۲ میلادي کال کې تر دې دمه د ۲ عشاریه ۲ ملیارده ډالرو په ارزښت چې ۵۴۲ میلیونه ډالره له تېر کال هم پاتې وو بشري مرستې کړي، چې د روان کال لپاره د ۴ عشاریه ۴ ملیارده ډالرو ۵۰ فیصده برابروي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا مخکې ویلي وو، چې نږدې نولس میلیونه افغانان خوراکي نه‌لري او ۲۵ میلیونه افغانان په بې‌وزلۍ کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG