د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

پر طالبانو د یوه ټرافیک د غوږ پرې کولو ادعا؛ دا ډول پېښې ولې رامنځته کېږي؟


ارشیف
ارشیف

د شنبې په ورځ پر ټولنیزو شبکو د هغه سړي ویډیو لاس په لاس کېده چې ظاهراً په سمنګان ولایت کې د ټرافیکو افسر دی او طالبانو یې غوږ پرې کړی.

دا له خلکو سره د طالبانو د ناوړه چلند وروستۍ بېلګه ده.

له دې مخکې په پنجشېر کې په یوه ویډیو کې یوه ډله طالبان لیدل کېږي چې جهادي قوماندان احمدشاه مسعود ته سپکې سپورې وايي.

پر ټولنیزو رسنیو د طالبانو له خوا د خلکو د وهلو ټکولو نورې ویډیوګانې هم لږې نه دي.

په دې اړه احمدتکل د طالبانو د حکومت د یوه پلوي شنونکي مفتي اخترمحمد عثماني سره خبرې کړي او لومړی یې ترې پوښتلي دي چې دا پېښې ولې کېږي؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:25 0:00

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG