د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

ملګري ملتونه: له مرستو پرته د کوکنارو کښت منع کولو بې‌وزلي ډېره کړې ده


ارشيف
ارشيف

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو راهيسې بزګرو ته تر اوسه بديل کښت په واک کې نه دی ورکول شوی او د بديل کښت په نشتوالي کې په دې سيمو کې بېولي هم ډېره شوې ده.

بزګران وايي، که څه هم له دوی سره ژمنه شوې وه چې د کوکنارو نه کرلو په صورت کې به له دوی سره مرستې وشي، خو اوس چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو نژدې پنځه مياشتې تېرې شوي، له دوی سره دا مرستې نه دي شوي.

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، د مخکينيو کوکنارو کښت صفر شوی، خو تر اوسه د دې فصل په اړه د طالبانو حکومت یا بهرنۍ ادارې د کوکنارو د کښت او راټولو شويو تارياکو د اندازې په اړه رسمي شمېرې نه دي خپرې کړي.

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره يا (UNODC) پرته له دې چې په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو راټولولو په اړه د طالبانو د حکومت د مشر د فرمان اغېز ته اشاره وکړي په يوه ټويټ کې ويلي چې، د کوکنارو د بديل کښت نه برابرولو او له بزګرو سره د مرستو نه کولو پرته د کوکنارو کښت منع کولو بېوزلي ډېره کړې ده.

د افغانستان په جنوب کې هم بزګران شکايت کوي چې، د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو پنځه مياشتې وروسته بيا هم له دوی سره هیڅ ډول بديل کښت او اقتصادي مرسته نه ده شوې.

په ډېرو ولايتونو کې کوکنار کرل د خلکو اقتصادي عايد بلل شوی دی.
په ډېرو ولايتونو کې کوکنار کرل د خلکو اقتصادي عايد بلل شوی دی.

د سفير خان په نوم د روزګان ولایت د دهراوت ولسوالۍ يوه بزګر ازادۍ راډيو ته وويل، په تېر فصل کې د طالبانو حکومت د ده د کوکنارو کښت ويجاړ کړ، خو ده ته يې هيڅ ډول بديل ور نه کړ.

نوموړي وويل: "په درې جريبه ځمکه کې مې تارياک کرلي وه چې طالبان راغلل او ټول يې مات کړل، دوه لکه لګښت باندې راغلی و. اته تنه فاميل لرم چې سرپرست يې يوازې زه يم، د چا چې پوروړی يم هره ورځ د کور دروازه راټکوي، موټرسايکل او ټيليفون، ټول يې راڅخه وړي دي، اوس مجبور يم خپل کور او ځمکه خرڅوم."

د هلمند په ځينو سيمو کې بزګران وايي چې، دوی د طالبانو په خوښه کوکنار نه دي کرلي، خو د طالبانو حکومت له دوی سره د بديل کښت په برخه کې هيڅ ډول مرسته نه ده کړې.

شفيع الله هم له دغه ډول بزګرانو څخه دی، ده ازادۍ راډيو ته وويل، د طالبانو د حکومت ځايي چارواکي د کوکنارو د کښت په مخنيوي کې دوه ګونی چلند کوي.

شفيع الله وايي: "اوس مې مخ يوې خوا ته هم نه ګرځي، د لس کسيز فامیل مشر يم، پورونه او لګښتونه مې کړي دي، اوس فاميل ډوډۍ راڅخه غواړي، خو شی نشته، نه يې تر اوسه پاملرنه راته کړې او نه يې هم بديل معیشیت راکړی دی. څوک چې واسطه لري د هغوی د تارياکو کښتونه ټول پاته دي او چې واسطه نه لري د هغوی کښتونه ويجاړ شول."

که څه هم ملګرو ملتونو د افغانستان د پخواني حکومت په همکارۍ هر کال په افغانستان کې د کوکنارو د کښت او تارياکو راټولولو د وضعيت په اړه راپور خپراوه، خو له يوه کال راهیسې چې طالبان بيا واک ته رسېدلي، هیڅ يوې معتبرې کورنۍ او بهرنۍ ادارې په دې اړه راپور نه دی خپور کړی.
------------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG