د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

عبدالرحیمزی: افغان کرکټ ملي لوبډله نن د ګټلو زیات چانس لري


افغان لوبغاړي رحمان الله ګوربز او حضرت الله ځاځي د سریلانکا خلاف په لومړۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او افغان لوبډلې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړي رحمان الله ګوربز او حضرت الله ځاځي د سریلانکا خلاف په لومړۍ سیالۍ کې خپله لوبډله بریا ته ورسوله او افغان لوبډلې سریلانکا ته ستره ماتې ورکړه.

نن د کرکټ د اسیايي جام سیالیو په لړ کې د بنګله دیش پر وړاندې سیالي لري.

دا لوبه د متحده عرب اماراتو په شارجه لوبغالي کې د کابل پر وخت ماښام ۶ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.

افغان لوبډلې د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سریلانکا ته په لوی توپیر ماتې ورکړې او د اسیايي جام سیالیو د څلور غوره لوبډلو بل پړاو ته يې د تګ چانس ډېر شوی دی.

صالح محمد صالح له جار عبدالرحیمزي چې څه موده د کرکټ بورډ د سرپرست په توګه کار کړی او په دغه بورډ کې یې د کوچ په توګه هم دنده ترسره کړې، د مرکې په پیل کې پوښتنه کړې چې افغانستان په نننۍ مسابقه کې څومره د بریا چانس لري؟

د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

  • 16x9 Image

    صالح محمد صالح

    صالح محمد صالح (Salih Mohammad Salih) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او ویندوی دی، چې له ۲۰۰۶م کال راهیسې له دې راډیو سره کار کوي.

XS
SM
MD
LG