د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ دويمه شل اوريزه لوبه نن ترسره کېږي؛ څوک به يې وګټي؟


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې د افغانستان او ایرلنډ د کرېکټ لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه نن ترسره شي.

دا لوبه د افغانستان پر وخت ماښام نږدې اوه بجې پیلیږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، افغان لوبغاړي دغې لوبې ته پوره چمتوالی لري او تمه ده چې ښه پایله ترلاسه شي.

ایرلنډ له دې وړاندې افغان لوبډلې ته په لومړۍ لوبه کې ماتې ورکړې ده.

د کرېکټ یو شمېر افغان څارونکي هیله لري چې ملي لوبغاړو به د تېرې لوبې له ماتې زده کړه کړې وي او نن به له مسولیت ډکه سیالي ترسره کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي چې ملي لوبډلې د خپلې دویم لوبې لپاره پوره چمتوالی نیولې.

دکرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډيو ته وویل: " ټاکل شوې نن افغانستان په خپل سفر کې د ایرلنډ په وړاندې دویمه نړېواله لوبه ترسره کړي او ددغې لوبې لپاره افغان لوبغاړي پوره چمتوالی لري او ان شاالله چې افغان لوبغاړي به له یو ښه هوډ، پلان او مرال سره د لوبې ډګر ته ځي او تمه ده چې ښه نتیجه به ولري."

د افغان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک
د افغان کرېکټ بورډ وياند فريد هوتک

ښاغلی هوتک داسې مهال دا خبره کوي چې افغان ملي لوبډلې وړمه ورځ له ایرلنډ سره په خپل لومړۍ لوبه کې ماتې خوړلې.

په هغه سیالۍ کې افغان لوبډلې د پچې په ګټلو په لومړۍ توپ وهنه کې مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۹ منډو هدف وټاکه چې ایرلنډ لوبډلې د دریو لوبغاړو په سوځېدو یاد هدف د نولسم اور په پنځم بال پوره کړ.

د کرېکټ یو شمېر افغان مینه وال او څارونکي وايي د افغان لوبغاړو کمزوې ډکر ساتنه ددې لامل شوه چې لوبه ایرلنډ وګټي.

له ډلې يې سمیع هلال ازادي راډيو ته وویل: "افغان لوبغاړو د ۱۶۹ ښه ټارګېټ مقابلې لوبډلې ته ورکړی و کېدای شوه چې ترې دفاع شوې وای خو موږ ځیني ستونزې درلودې، د افغانستان ملي لوبډلې لخوا خرابه ډګر ساتنه ترسره شوه او اصلي دلیل همدا و چې موږ لوبه وبایلله."

د ښاغلي هلال په خبره، دا چې ایرلنډ لومړۍ لوبه وګټله یو بل لامل یې دا هم کېدای شي چې دغې لوبډلې هلته په یاد لوبغالي زیاتې لوبې کړي ایرلنډیان لوبغالي او ویشتنځای سره بلد و.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان له دې وروسته درې نورې شل اوریزه سیالۍ هم له ایرلنډ سره ترسره کوي چې راتلونکې درې لوبې به یې د روانې میلادي میاشتې په ۱۲، ۱۵ او ۱۷ باندې وي.

افغانستان تر دا مهال له ایرلنډ سره ۱۹ شل اوریزه سیالۍ کړي چې ۱۴ یې ګټلي او ۵ یې بایللي.

XS
SM
MD
LG