د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

امریکا په نړیواله کچه د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وغوښت


ارشیف: په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړې د غوښتنې په ملاتړ د یو شمېر ښځینه فعالانو د لاریون انځور - May 26 2022
ارشیف: په کابل کې د کار، ډوډۍ او زده کړې د غوښتنې په ملاتړ د یو شمېر ښځینه فعالانو د لاریون انځور - May 26 2022

د افغانستان د مېرمنو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري له نړیوالو او له اسلامي بنسټونو غواړي چې د طالبانو په مقابل کې د افغان مېرمنو د حقونو د دفاع لوړ غږ ووسي.

د کابل اوسېدونکې ثریا چې پر افغانستان د طالبانو له دویم ځل واکمنۍ مخکې د اوم ټولګي زده کوونکې اوس په کور ناسته ده ځکه چې پر مخ يې د ښوونځي دروازې تړل شوي دي.

هغه وايي، افغان مېرمنې او نجونې په بېلابېلو پلمو د طالبانو له لوري منزوي کېږي، هغه ادعا چې مخکې تر دې طالبانو رد کړې ده.

نوموړې زیاتوي: "اسلام يې پلمه کړی دی، په اسلام کې هېڅ وخت نه دي ویل شوي چې د علم زده کړه یوازې په نارینه فرض ده، بلکې په نر او ښځه دواړو فرض ده."

دا په داسې حال کې ده چې تازه د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د جمعې په ورځ د سعودي ګزت په نوم په یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیله تر اوسه د بشر د حقونو وضعیت بدترین وباله او له اسلامي بنسټونو يې غوښتنه وکړه چې د طالبانو پر وړاندې د افغان مېرمنو او نجونو له حقونو ملاتړ وکړي.

د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان مېرمنو د حقونو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

مېرمن امیري په دې مرکه کې وویل : "اسلام داسې دین دی چې د بشر حقونو او د ښځو حقونه په کې خوندي دي."

اغلې امیري له سعودي عربستان وغوښتل چې د افغان مېرمنو د حقونو د ملاتړ په برخه کې پیاوړي ګامونه واخلي.

نوموړې دغه شان ویلي دي چې د طالبانو حکومت د روان میلادي کال د مارچ له ۲۳مې تر دې دمه د مېرمنو د حذبولو ۱۶ فرمانونه خپاره کړي دي.

نیلوفر هغه مېرمن چې د طالبانو له راتګ وروسته يې خپله دنده له لاسه ورکړې ده.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل په هغه اداره کې يې چې کار کاوه د محدودیتونو له امله ورته وویل شول چې نوره دندې ته مه راځه.

هغه وايي: "زما په نظر اسلام نارینه او ښځو ته یو برابر حقوق ورکړي دي. دواړه کولای شې زده کړې وکړي، کار وکړي، باید هر څه مساوي ووسي. زه فکر کوم چې امارت افغان مېرمنو ته یوازې پلمې لټوي."

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې د جمعې په ورځ پر خپل ټوېټر لیکلي دي: "په افغانستان کې مېرمنې او نجونې نامريي کېږي."

د ټوېټ په دوام راغلي: "د مېرمنو له ګډون پرته افغانستان تلپاتې سولې ته نه شي رسېدای."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولري، خو ویاندویانو يې د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې په افغانستان کې د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته ښوونځي تړلي دي او دغه شان مېرمنو ته د کار اجازه نه ورکوي.

دغه شان يې له محرم پرته په مېرمنو د سفر بندیز لګولی او دوی ته د خپلو حقونو د غوښتلو په پار د سوله ییزو لاریونونو اجازه هم نه ورکول کېږي.

دا هغه څه دي چې د طالبانو پر وړاندې يې په کور دننه او بهر پرخه غبرګونونه راپارولي دي، خو طالبانو ویلي دي چې د مېرمنو حقونه يې د اسلامي چوکاټ پر بنسټ برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG