د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د طالبان حکومت: وروستيو سېلابونو کې ۳ زره کورونه ويجاړ شوي او ۴۳۲ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


لوګر کې د وروستيو سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړي
لوګر کې د وروستيو سېلابونو له امله رامنځته شوې ويجاړي

د طالبانو حکومت ویاند وايي، د تېرې یوې میاشتې په ورستیو سېلابونو کې ۱۸۲ کسه مړه شوي او ۲۵۰ زیات ټپیان شوي دي.

ذبیح الله مجاهد په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل، ددغو سېلابونو له امله له ۳ زرو زیات استوګنیز کورونه ویجاړ شوي دي.

نوموړي همدا راز د بشري مرستو د رسېدنې خبره هم وکړه هغه څه چې بیا یو شمېر سېلاب ځپلي یې په اړه ناخوښي ښيي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ په کابل کې دیوې خبرې ناستې پرمهال وویل چې د وروستیو سېلابونو له امله ۴۳۲ کسانو ته مرګ‌ژوبه اوښتې.

ښاغلي مجاهد وویل: "هغه شمېرې چې ترلاسه شوي په تېره یوه میاشت کې د ورستیو سېلابونو له امله ۱۸۲ کسان شهیدان شوي چې په دې کې ځوانان، سپین ږیري، ماشومان او مېرمنې شاملې دي، ۲۵۰ کسانو نور ټپیان شوې چې ځيني سر سري او ځیني نور یې ژور ټپیان شوي، دې ټولو ته د اړوندو ادارو لخوا رسېدنه شوې."

ځايي اوسيدونکو ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي چې دوی په جدي ډول سرپناه ته اړتيا لري.
ځايي اوسيدونکو ازادي راډيو سره خبرو کې ويلي چې دوی په جدي ډول سرپناه ته اړتيا لري.

ښاغلي مجاهد وویل، په دې سېلابونو کې په زرهاو کرنیزه ځمکه له‌منځه تللې او شاخوا ۱۰۰۰ راس څاروي هم مړه شوي دي.

نوموړي په افغانستان کې وروستي سېلابونو د افغانانو لپاره یو ناورین یاد کړ او له ټولو نړېوالو بنسټونو د بشري مرستو غوښتنه وکړه.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد همدا راز وویل، په هغو ولایتونو کې چې سېلابونو خلکو ته زیانونه اړولي هلته بشري مرستې هم تر ډېره رسېدلي دي.

د هغه په خبره، کمپلې، خېمې، د پخلنځي توکي او همدا راز روغتیايي درمل اړمنو ته رسېدلي دي.

یو شمېر سېلاب ځپلي بیا د مرستې په برخه کې ناخوښي ښيي.

د پکتیکا ولایت اوسېدونکی چې نه غواړي نوم په راپور کې واخیستل شي وايي، تر اوسه یې مرستې نه دي ترلاسه کړي او سخت مالي زیان یې لیدلی.

نوموړی وايي: "سېلابونه راغلي او ډېری هغه ځمکې چې کرنیزې دي له‌منځه وړي دي، خو تر اوسه داسې مرستې موږ نه دي ترلاسه کړي تر څو وښيي چې دغه مرستې دې سېلاب ځپلو ته وي."

د لوګر ولایت اوسېدونکی چې دا هم نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل چې مرستې باید اړمنو ته ورسیږي.

نوموړی وايي: "زموږ ستونزې د سېلابونو له امله زښته زیاتې دي، زموږ له ټول نړيوالو همکارو مؤسسو نه غوښتنه ده چې د لوګر او همدا راز نورو ولایتونو کې خپلې مرستې ګړندې کړي."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د افغانستان په زیات شمېر ولایتونو کې پرله‌پسې سېلابونو ګڼ شمېر خلکو ته مالي او ځاني زیانونه واړول.

د یو شمېر راپورنو پر بنسټ د ورستیو سېلابونو له امله د ځینو ولایتونو ټرانزیټي لارې هم په ورځو ورځو وتړل شوې چې اقتصادي ستونزې یې هم رامنځته کړې.

XS
SM
MD
LG