د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

اي ایف جي: طالبان دې ژر تر ژره امريکايي خبريال او د هغه همکار خوشې کړي


طالبان
طالبان

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره امریکايي ازاد خبریال او د نوموړي افغان همکار خوشې کړي.

دغه فدراسیون په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د خبریال او فلم جوړونکي ایور شیرر او د نوموړي افغان همکار فیض الله فیض نیول د طالبانو له لوري د بیان ازادۍ ته په نه پاملرنې دلالت کوي.

ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر همکار يې فیض‌الله فیض د اګسټ په ۱۷مه، د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون یا [IFJ] او د افغان خبریالانو ملي ټولنې له طالبانو غوښتي چې ازاد امریکايي خبریال او فلم جوړونکی او له هغه سره نیول شوی افغان همکار يې فیض‌الله فیض له بنده ازاد کړي.

د خبریالانو نړیوال فدراسیون له‌خوا په یو بیان کې چې نن چهارشنبه خپور شو راغلي دي چې د روانې اګست میاشتې په دوه ویشتمه دوی او د افغان خبریالانو ملي ټولنې د دغه پېښې په اړه له طالبانو سره اړیکه نیولې او د نیول شویو خبریالانو د ځای ځایګي په اړه يې معلومات غوښتي خو هیڅ ډول جزیات نه‌دي ورکړل شوي.

په بیان کې راغلي دي چې د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې د دغو خبریالانو چې د بیان د ازادۍ او معلوماتو ته د خلکو د لاس رسي لپاره کار کوي نیول غندلي او له طالبانو غوښتنه کوي چې باید دوی ژر تر ژره خوشې کړي.

طالبانو د خبريالانو د نيول کېدو ترڅنګ پر افغاني رسنيو هم يو شمېر بنديزونه لګولي دي.
طالبانو د خبريالانو د نيول کېدو ترڅنګ پر افغاني رسنيو هم يو شمېر بنديزونه لګولي دي.

د اي ایف جي په اعلامیه کې دغه شان راغلي دي: "په افغانستان کې په خپل‌سري ډول د خبریالانو د توقیف پېښې ورځ تر بلې زیاتیږي او دا د بیان د ازادۍ په اړه د طالبانو په نه پاملرنې دلالت کوي، IFJ له طالبانو غوښتي چې ایور شیرر او فیض الله فیض هر څه ژر ازاد کړي او ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې خبریالان او د رسنیو کارکونکي کولای شي له لاس وهنې، زورونې او نیونې پرته خپل کار ته دوام ورکولی شي."

ازاد خبریال او فلم جوړونکی ایورشیرر او ورسره یو بل افغان پروډیوسر فیض‌الله فیض د اګسټ په ۱۷مه، طالبانو د کابل په شېرپور سیمه کې، هغه مهال ونیول چې دواړو ویډیو اخیسته.

دوی دواړه هغه سیمه کې نیول شوي چېرې چې د القاعده شبکې مشر ایمن‌الظواهري د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاندویانو يې زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.

له دې وړاندې د خبریالانود خوندیتوب نړیوالې کمېټې یا سي پي جي هم په یوه اعلامیه کې د ایورشیرر او د هغه د افغان همکار نیول غندلي وو او له طالبانو يې د دوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

د دغه کمېټې په بیان کې راغلي وو چې ایورشیرر تر سپټمبر میاشتې په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره ویزه او تر څنګ یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت له‌خوا د کار جواز هم درلود.

دغه کمېټې د دوو باخبره خبریالانو له قوله د دې قضیې په اړه په خپله اعلامیه کې زیاته کړې، د ایورشیرر او فیض‌الله فیض لومړني اسناد د طالبانو له‌خوا څېړل شوي او دې دواړو ته یې د "جاسوس" خطاب کړی.

د دې راپور پر بنسټ، د دې دواړو د نیولو لپاره نږدې ۵۰ تنه وسله‌وال طالبان راغلي وو، پر دوی یې سترګي تړلي او بیا یې نا معلوم ځای ته وړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو بیا ځلي واک ته له رسېدو وروسته، ډېر شمېر خبریالان نیولي، شکنجه کړي او تر څنګ یې مدني فعالان هم ګواښلي او یا یې هم زنداني کړي دي.

XS
SM
MD
LG