د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

طالبان: له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره مو په ملګرو ملتونو غږ کړی


د لوګر په خوښۍ کې د وروستي سېلاب له امله د اوښتو زیانونو یو انځور
د لوګر په خوښۍ کې د وروستي سېلاب له امله د اوښتو زیانونو یو انځور

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مسوولانو پرون دوشنبې د ملګرو ملتونو له چارواکو سره په کتنه کې غوښتنه وکړه چې د وروستیو سېلابونو له زیانمن شویو سره مرستې وکړي.

په داسې حال کې چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې وروستیو سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولې او په یو شمېر ولایتونو د نورو سېلابونو د راوتلو خبرداری ورکړل شوی، د طالبانو حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي چې له سېلاب ځپلو سره دې مرستې وکړي.

طبعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د حکومت وزارت مرستیال مولوي شرف الدین مسلم تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې لومړنۍ مرستې یو شمېر ځپل شویو سیمو ته استول شوي خو هغه کافي نه دي.

هغه زیاته کړه چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له مرستیال محمد زید خاطر سره په کتنه کې یې د مرستو غوښتنه وکړه.

نوموړي وویل: "مشکلات یقیني ډېر دي. موږ هم کوښښ کړی دی. کوم لومړني کومکونه چې زموږ په وس کې و، هغه مو رسولي دي. لکه خیمې، کمپلې او خوراکي مواد خو هغه کفایت نه کوي. په دغسي ناورین کې واقعاً دغه شیان کفایت نه کوي. دا ډېر کم شی دي. پر موسساتو باندې مو غږ کړی دی. نن مو هم د ملګرو ملتونو له معاون سره مجلس و دغه غږ مو پر وکړ او دوی هم داسې کمه وعده راکړه."

وروستیو سېلابونو په لوګر، میدان وردګ، نورستان، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې خلکو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

زیانمن شوي هم د مرستو غوښتنه کوي.

د هغو معلوماتو له مخې چې د طالبانو چارواکو ازادي راډیو ته ورکړي، په لوګر، نورستان، او غزني کې د وروستیو درې ورځو سېلابونو په نتیجه کې لږترلږه ۴۰ کسان مړه شوي او ۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په لوګر کې د وروستي سېلاب له امله د خلکو ویجاړ شوي کورونه.
په لوګر کې د وروستي سېلاب له امله د خلکو ویجاړ شوي کورونه.

یوازې په لوګر ولایت کې شل تنه مړه او دېرش ټپیان شوي او ۴ تنه تراوسه تري تم دي. په نورستان کې د اتلسو او په غزني کې د دوو کسانو د مړه کېدو خبر ورکړل شوی دی.

سېلابونو په لوګر کې د خوښۍ ولسوالۍ ډېره ځپلې چې زرګونو کورونه یې ویجاړیا زیانمن کړي دي.

تېره شپه هم د لوګر په څو نورو ولسوالیو کې د نویو سېلابونو د راوتلو خبر ورکړل شو، خو تراوسه یې د احتمالي زیانونو په اړه راپور نه دی ورکړل شوی.

په عین حال کې د افغانستان د هواپېژندنې ادارې د افغانستان په شمال ختیځو ۱۹ ولایتونو کې د نورو ورښتونو او سېلابونو خبرداری ورکړی او له خلکو یې غوښتي چې احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.

XS
SM
MD
LG