د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۳

لانګ وار ژورنال: طالبان په پنجشېر او اندراب کې له ننګونو سره مخامخ دي


ارشیف: د پنجشېر په یوه څنډه کې د طالبانو جنګیالي
ارشیف: د پنجشېر په یوه څنډه کې د طالبانو جنګیالي

مېل:

د بریتانیا مېل ورځپاڼې په دې اړه لیکنه خپره کړې چې د امریکا متحدایالتونه په افغانستان کې له شل میلیونو افغانانو سره، چې له لوږې سره مخامخ دي، د مرستې لپاره د افغانستان بانک د میلیاردونو ډالره کنګل شویو پیسو د ازادولو په اړه خبرې کوي.

ورځپاڼه د درېیو سرچینو په قول وايي، د امریکا د ولسمشر جو بایډن حکومت به په متحدو ایالتونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د ازادېدو په اړه له دې سره سره خبرې وکړي چې د کابل په زړه کې د ایمن الظواهري وژل کېدو وښوده چې القاعده په افغانستان کې حضور لري او په دې سربېره چې پوهېږي طالبان او د افغانستان بانک به له دغو پیسو ګټه واخلي.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې نږدې ۴۰ میلیونه افغانان تر ژمي وړاندې له شدیدې لوږې سره مخامخ دي، د اقتصادي سقوط د مخنیوي لپاره د افغانستان له ثبات سره د مرستې پرېکړه په دغه هېواد کې د بشري بحران په اړه د واشنګټن اندېښنه ښيي.

مېل ورځپاڼه د رویټرز خبري اژانس د تېرې میاشتې راپور ته اشاره کوي چې امریکا غواړي د افغانستان بانک میلیاردونه ډالره کنګل کړې پیسې په سویس کې یوه جوړېدونکي صندوق ته وسپاري. دا صندوق به د یوه نړیوال پلاوي یا بورډ له لوري د افغانستان بانک شتمني په داسې ډول افغانستان ته ورکوي چې د طالبانو لاس ته ورنه شي.

خو طالبانو په جون میاشت کې د دوحې په خبرو کې له دې وړاندیز سره مخالفت کړی و.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د امریکا او نورو هېوادونو د مرستو د بندېدو له کبله په افغانستان کې اقتصادي او بشري بحران ژور شوی دی. د افغانستان د حکومت په سلو کې ۷۰ بودیجه د امریکا له لوري برابرېده.

لانګ وار ژورنال:

لانګ وار ژورنال امریکايي ورځپاڼې تر دې سرلیک لاندې چې طالبانو د ګوانتنامو یو پخوانی بندي په پنجشېر کې د جګړې قوماندان ګومارلی دی، لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې اشاره د عبدالقیوم ذاګر ګومارنې ته ده چې د اندراب او پنجشېر د پوځي چارو مسوول ټاکل شوی دی.

ذاکر ۶ کاله په ګوانتنامو بند کې تېر کړي او د هغه په اړه ویل کېږي چې د طالبانو په منځ کې یو تر ټولو پیاوړی او خطرناک قوماندان دی.

ذاکر، چې په عبدالله غلام رسول هم مشهور دی، د ۲۰۰۱ په ډسمبر کې په افغانستان کې ونیول شو او شپږ کاله وروسته د ۲۰۰۷ په ډسمبر کې افغانستان ته ولېږل شو. ډېر ژر له طالبانو سره یوځای شو او د جنوبي ولایتونو قوماندان وټاکل شو.

د پنجشېر او اندراب لپاره د پوځي چارو د مسوول په توګه د ذاکر د ګومارنې خبر د طالبانو د حکومت ویندوی ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ اعلان کړ. په دغو دوو سیمو کې د ملي مقاومت جبهه، چې احمد مسعود یې مشري کوي، فعاله ده او وخت ناوخته په کې د جګړو ادعاوې کېږي.

لانګ وار ژورنال د دغو سیمو لپاره د قیوم ذاکر ټاکنه د دې ښکارندویه بولي چې طالبان په دغو سیمو کې له ننګونو سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG