د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

ملګري ملتونه د افغانستان زلزله ځپلو ته د استوګنې کورونه جوړوي


ارشیف: د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د نړېدلي یوه کور انځور - 25.06.2022
ارشیف: د پکتیکا په ګیان کې د زلزلې له امله د نړېدلي یوه کور انځور - 25.06.2022

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د ۶ میلیونو ډالرو په ارزښت وروستیو زلزله ځپلو ته د استوګنې ۱۰۰۰ کورونه جوړوي.

د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې ورستیو زلزله ځپلو ته د زرو کورنو د جوړېدو چارې تېره ورځ پیل شوې.

د طالبانو حکومت له طبعې پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، د یادو کورونو سروې میاشت وړاندې شوې او چارې د جمعې په ورځ پیل شوې.

د دې وزارت مرستیال شرف الدین مسلم د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې له دې پروسې وروسته په ګیان ولسوالۍ هم د ۱۰۰۰ کورونو د جوړېدو لپاره پلان شته.

مسلم وویل: "د دغو کورونو د جوړېدو موده له درې میاشتو نه تر پنځو میاشتو پورې ده. که په دوه میاشتو کې جوړ شوه او که په درېیو کې خو وروستۍ نېټه پنځه میاشتې دي چې باید کور ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. (یو ان اچ اس ار) ۲۰۰۰ کوره په نظر کې نیولي چې ۱۰۰۰ یې په برمل کې دي او ۱۰۰۰ نور یې په ګیان والسوالۍ کې. د برمل افتتاح وشوه چې د زر کورونو لپاره۶۰ میلیونه ډالر دي."

د مسلم په وینا، دغه بهیر په یاد ولایت کې ورستیو زلزله ځپلو ته د مرستې په موخه پیل شوی.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې، ددغه کورونو مالي لګښت ملګري ملتونه ورکوي.

له بلې خوا بیا د سیمې یو شمېر اوسېدونکي سره له دې چې د دې پروسې له پیل نه هرکلی کوي خو وايي چې د کورونو د جوړېدو لړۍ باید پراخه او چټکه شي.

د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسواليو کې شاخوا دوه میاشتې وړاندې د یوې زوروې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول.
د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسواليو کې شاخوا دوه میاشتې وړاندې د یوې زوروې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول.

د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد ګیانوال وویل: "پرون د پکتیکا په برمل ولسوالۍ د زرو کورنو د جوړېدو افتتاح وشوه. د حوادوثو وزیر بیا له هغه ځایه ګیان ولسوالۍ ته راغی، موږ هم ورسره ولیدل او هیله لرو چې په ګیان ولسوالۍ هم دغه بهیر پیل شي."

د دې دې ولسوالۍ بل اوسېدونکی راز محمد وویل: "پرون د حوادثو وزیر راغلی و او په برمل ولسوالۍ یې د کورنو افتتاح وکړه موږ چې په ګیان ولسوالۍ کې ژوند کو سخت بارانونه شروع شوي دي هیله مو دا ده چې زموږ غمه هم خوړل شي."

د پکتیکا په ګیان، برمل او د خوست ولایت په سپېرې ولسواليو کې شاخوا دوه میاشتې وړاندې د یوې زوروې زلزلې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه او د دې دوه برابره نور ټپیان شول، چې د ځايي خلکو ګڼ د استوګنې کورونه یې هم ونړول.

XS
SM
MD
LG