د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

کابل کې د سجادعلي په نوم یو پاکستانی محصل لادرکه شوی


سجادعلي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.
سجادعلي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.

کابل کې مېشت د سجادعلي په نوم د یو پاکستاني محصل کورنۍ وایي، نوموړی له تېرې یوې اونۍ راهیسې لادرکه شوی دی.

د سجادعلي د کورنۍ غړو ازادي راډیو ته وویل، هغه په کابل کې د سپین غر په نوم په یو خصوصي پوهنتون کې درس وایه او دوی یې له لادرکه کېدو وروسته په اړه هېڅ معلومات نه لري.

سجادعلي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.

د سجادعلي تره اشرف علي ازادي راډیو ته وویل، نوموړی د اګسټ له اومې نېټې راپدېخوا ورک دی.

اشرف علي وایي، هغه لومړی د قرغزستان پلازمېنه بشکیک کې په طب برخه کې زده کړې کولې خو کله چې یې د کرونا ویروس له امله پوهنتون کې قرنطین وضع شو، د اقتصادي ستونزو له امله نور ونه شول کړای په شخصي لګښت هلته واوسېږي.

هغه وویل، وراره یې سجادعلي د ځینو ملګرو په مرسته یې کابل کې سپین غر پوهنتون کې نوملیکنه وکړه او د خپلو قانوني اسنادو په درلودو سره یې په کابل کې زده کړې کولې.

نوموړي زیاته کړه: "تر اوسه پورې د ده په اړه چا هم څه نه دي ویلي، یونیورسټۍ (پوهنتون) والا او ملګرو سره مو یې چې خبرې کړي، هغه د لا علمۍ اظهار کړی چې موږ ته هېڅ معلومات نه شته چې چا لا درکه کړی دی. د طالبانو له حکومت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې د سجاد په کتنه ( موندلو) کې دې زموږ سره مدد وکړي ځکه کورنۍ یې په بد وضعیت کې ده موږ ټول ورته اندېښمن یوو."

د اشرف علي په خبره، دوی سجاد علي کابل ته یوازې د لوړ زده کړو د د وروستیو دوو پاتې کلونو دورې د بشپړېدو لپاره استولی و.

سجاد علي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.
سجاد علي د خیبرپښتونخوا د سوات اوسېدونکی او په کابل کې د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د لسم سمستر محصل و.

سپین غر د لوړو زده کړو موسسه په ټول افغانستان کې دوه څانګې لري چې یوه یې په ننګرهار او بله د کابل ښار په اتمې حوزې اړوند کارته نو رحمن مېنه کې ده، چې په درېیو معالجوي طب، ستوماتولوژي او طبي ټکنالوجۍ په کې تدریس کېږي.

اشرف علي ازادي راډیو ته د سجاد علي د ملګرو د برېښنايي پیغامونو تصویرونه هم راستولي چې په کې د هغه ملګرو ورته ویلي، سجاد علي د طالبانو د استخباراتو ځواکونو له لوري وړل شوی او اوس د کابل ګلبهار سنټر سره نږدې د طالبانو د استخباراتو یو ریاست کې بندي دی.

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د خیبرپښتنخوا د دغه محصل په اړه د طالبانو د استخباراتو د ریاست معلومات واخلي، خو ویاند یې خلیل همراز یوازې دومره ولیکل: "تاسو یې بشپړ معلومات راولېږئ، پوښتنه به یې وکړو چې ایا رښتیا هم استخباراتي ځواکونو نیولی که نه؟"

په کابل کې د پاکستان سفارت ازادي راډیو ته وویل، چې تر اوسه دوی د سجادعلي ځای نه دی موندلی خو د دوی په خبره، له افغان چارواکو سره دا موضوع تعقیبوي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ازادي راډیو په یو پیغام کې لیکلي: "موږ له افغان چارواکو سره اړیکه نیولې ده، د هغه د ځای موندلو هڅه کوو. تر دې دمه موږ نه یو توانېدلي چې هغه ومومو. موږ به دا موضوع له افغان چارواکو سره تعقیبوو."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه د سپین غر لوړو زده کړو موسسې د کابل څانګې له مسوولینو هم معلومات واخلي، خو ونه توانېده.

په دې پوهنتون کې یو شمېر نور پاکستاني محصلان هم زده کړې کوي، چې د پاکستاني محصلینو د ټولنې یو استازي په خبره شمېر یې شاوخوا ۵۰۰ کسان دي.

نوموړي چې ویې نه غوښتل په راپور کې یې نوم او غږ خپور شي ازادي راډیو ته تایید کړه چې سجاد علي طالبانو بندي کړی او په خبره یې، د بندي کېدو لامل یې نه دی معلوم.

په کابل کې د دغه پاکستاني محصل د لا درکه کېدو خبر وروسته له هغه خپرېږي چې تېره اونۍ طالبانو د انس ملک په نوم یو پاکستانی خبریال چې له کابل څخه د ډبلیو آی او این خبري شبکې ته راپور ورکاوه نیولی و، چې ورځ وروسته بېرته خوشې شو.

XS
SM
MD
LG