د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۶

مدني فعالان: نيمروز کې د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی


د کوکنارو حاصل ټولول
د کوکنارو حاصل ټولول

د نيمروز د نشه‌يي موادو ځينې قاچاق کوونکي او مدني فعالان ادعا کوي چې، په افغانستان کې د طالبانو له دوهم ځل واکمنۍ سره په دې ولایت کې د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی، خو د نيمروز ځايي چارواکي په دې اړه څه نه وايي.

يو سړی چې له څو کالو راهيسې له افغانستان څخه دباندې نشه‌يي مواد قاچاقوي
خپل اصلي نوم نه ښيي او ځان عبدالمتين معرفي کوي.

عبدالمتین له ازادۍ راډيو سره په تليفوني خبرو کې وويل چې په نيمروز ولایت کې ژوند کوي، هغه ولایت چې بهرنیو هېوادونو ته د نشه‌يي موادو د قاچاقو پُل بلل کېږي.

عبدالمتین ادعا کوي چې کله په افغانستان کې طالبان دوهم ځل واک ته رسېدلي، نو په دې ولایت کې د ده او نورو قاچاق کوونکو لپاره د نشه‌يي موادو قاچاق تر پخوا اسانه شوی دی.

نوموړی وايي چې طالبان د پيسو په بدل کې دوی ته اجازه ورکوي چې نشه‌يي مواد قاچاق کړي، خو دا داسې ادعا ده چې د طالبانو ځايي حکومت په دې اړه زموږ پوښتنو ته جواب را نه کړ.

نوموړی وايي: "پنځلس کاله کېږي چې اروپايي، اسيايي او ګاونډيو هېوادونو لکه ايران ته مې ډېر نشه‌يي مواد قاچاق کړي دي. پخوا مې هر کال نژدې یو، يونيم ټن نشه‌يي مواد قاچاق کول، پخوا لارې ډېرې سختې وې، خو اوس لارې اسانه او ساده شوي دي، موږ کولای شو چې په ډېرې اسانۍ مواد له پولو څخه تېر کړو او بهرنیو هېوادونو ته يې قاچاق کړو. د طالبانو حکومت موږ ته د موادو لېږلو لپاره يو بيل راکوي، موږ د هغه بيل پيسې ورکوو او بيا په ډېرې سادګۍ مواد نورو هېوادونو ته قاچاقوو."

د قاچاق کېدونکو نشه‌يي موادو انځور
د قاچاق کېدونکو نشه‌يي موادو انځور

د نشه‌يي موادو يو بل قاچاق کوونکی حاجي دين محمد که څه هم د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، خو دی وايي چې د نشه‌يي موادو کاروبار په نيمروز ولایت کې کوي.

ده له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو د لارو په اړه وويل: "زه خپله کارخانه لرم، کرسټال جوړوو، دا مواد د بهرامچې سيمې ته استوو او له هغه ځايه يې له هېواده دباندې قاچاق کوو."

له نشه‌يي موادو سره د مبارزې او جرمونو اداره يا (UNODC) د ۲۰۲۱ ميلادي کال په وروستيو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې له نشه‌يي بوټو له کښت، نشه‌يي موادو توليد او قاچاقو له لارې ترلاسه شوي پيسې دوو ميليارډو ډالرو ته رسېږي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه راپور کې راغلي وو چې طالبانو د افغانستان په غربي او جنوب شرقي ولایتونو کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو لپاره ځانګړې شبکه جوړه کړې چې دا شبکه له نړیوالو قاچاق کوونکو سره په ګډه کار کوي، خو طالبانو هغه مهال دا ادعا رد کړې وه.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډیو ته وويل: دوی نه يوازې دا چې د نشه‌يي موادو د قاچاق مخه نيولې، بلکې د کوکنارو کښت يې هم منع کړی دی.

د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد

خو د ناټو هغه پټ راپور چې د ۱۳۹۹ شمسي کال د سنبلې په مياشت کې د طالبانو د نظامي او مالي ازادۍ په اړه چمتو شوی او ازادۍ راډيو ته رسېدلی په‌کې راغلي، په ۱۳۹۸ شمسي کال کې د طالبانو کلني عواید ۶. ۱ ميليارډه ډالرو ته رسېدلی چې ۴۱۶ ميليونه ډالر يې د نشه‌يي موادو له لارې ترلاسه شوي و.

د نيمروز يو مدني فعال فيصل صحت ازادۍ راډيو ته وويل چې باید د دې وضعيت د مخنيوي لپاره د طالبانو حکومت بزګرو ته د کوکنارو د بديل کښت زمينه برابره کړي.

نوموړي وويل: "حکومت باید د کوکنارو د بديل کښت لپاره حل لارې ولټوي او باید موږ له حکومت او اړونده سکټوري بنسټونو سره په ګډه په دې لاره کې هڅې وکړو."

موږ وغوښتل چې د مدني فعالانو او نشه‌يي موادو د قاچاق کوونکو د ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت د ځايي چارواکو نظر هم وپوښتو، خو دوی زموږ پوښتنو ته ځواب و نه وايه، يوازې د نيمروز ولایت له نشه‌يي موادو سره د مبارزې مدير مولوي جمعه خان عثماني ازادۍ راډيو ته وويل چې، په تېرو لسو مياشتو کې يې د نشه‌يي موادو تر دوه سوه ډېر خرڅوونکي نيولي دي.
------------------------
راپور: حفیظ الله نورزاد

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:30 0:00

XS
SM
MD
LG