د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

تاجکستان د امريکا د پوځ په ملاتړ پوځي تمرينات پيل کړي


ارشيف
ارشيف

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په ملاتړ په تاجکستان کې یولس ورځني پوځي تمرینونه پيل شوي دي.

د " سیمه ییزې همکارۍ ۲۲" په نوم دا مانورې پرون د اګست په لسمه په دوشنبې کې پیل او د همدې میاشتې تر شلمې نېټې دوام کوي.

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د امریکا سفارت پیل شوې پوځي مانورې " لویې" بللي او ویلي یې دي چې پر امریکا سربېره د مرکزي او جنوبي اسیا د شپږو هېوادونو پوځیان په‌کې برخه لري.

سفارت په یوه اعلامیه کې تاجکستان، قزاقستان، قرغیزستان، منګولیا، ازبکستان او پاکستان هغه هېوادونه یاد کړي چې دغو مانورو کې ګډون لري.

د امریکا په ګډون د دغو شپږو هېوادونو تمرینونه به شپږ ورځې دوام کوي او ورپسې پنځه نورې ورځې امریکا او تاجکستان دوه اړخیزې مانورې ترسره کوي.

دا مانورې دوشنبې ته نژدې د فخر اباد په روزنیز مرکز کې پیل شوي.

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې خبریال مومن احمدي وایي، تاجکستان هڅه کوي چې په دې ډول هڅو سره د روسیې ترڅنګ د لویدیځ ملاتړ هم له ځانه سره ولري.

نوموړی وايي: "موخه په رسمي ډول له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه او له دغو هېوادونو سره د امنیت په خاطر څو اړخیزه همکاري ښودل شوې ده، تاجکستان که څه هم پر روسیې یو متکي هېواد دی، خو هڅه کوي چې امریکا او نور لویدیځ هېوادونه هم له ځانه لرې نه کړي، ځکه دا هېوادونه هر کال تاجکستان ته میلیونونه ډالره مرسته ورکوي."

د امریکا او یادو نورو هېوادونو پوځي تمرینونه له ۲۰۰۴ کال را په دې خوا هر کال ترسره کېږي، خو د کورونا وبا له کبله په وروستیو دوو کلونو کې ځنډیدلي وو.

تاجکستاني پوځيان
تاجکستاني پوځيان

د ازادي راډیو د تاجکستان څانګه وایي، روسیه خامخا په دوشنبې کې د پيل شویو پوځي مانورو په اړه اندېښنه لري، خو په خبره یې تاجکستان دا کار له شک پرته د مسکو په مشوره ترسره کړی دی.

په تاجکستان کې دغه تمرینونه داسې مهال ترسره کېږي چې د منځنۍ اسیا هېوادونه په ځانګړې توګه همدا تاجکستان او ازبکستان د افغانستان له لوري هم د ورانکاره فعالیتونه ویره لري.

د طالبانو حکومت همدا تېره جولای میاشته کې وویل چې د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې یې د داعش هغه پنځه غړي نیولي چې پر تاجکستان او ازبکستان یې توغندي ویشتلي و.

XS
SM
MD
LG