د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

په هند کې د افغانستان اړوند نشه‌يي موادو د قاچاقو يوه شبکه له منځه وړل شوې


ارشيف
ارشيف

په هند کې د افغانستان اړوند نشه‌يي موادو د قاچاقو يوه شبکه کشف او له منځه يوړل شوه.

د نشه‌يي موادو د قاچاقو دا شبکه چې سرچينه يې په افغانستان کې بلل شوې، د نشه‌يي موادو د قاچاقو لړۍ یې له پاکستان څخه تېرېږي او بيا هند ته رسېږي، په هند کې د ځينو قاچاق کوونکو په نيولو سره له منځه ولاړه.

د هند د نشه‌يي موادو د کنټرول ادارې راپور ښيي چې له سيمې، په تېره بيا ميانمار او افغانستان څخه دې هېواد ته د نشه‌يي موادو قاچاق ډېر شوی دی.

د هندو (The Hindu) نومې يوې هندۍ ورځپاڼې د نشه‌يي موادو د قاچاقو يوې شبکې د ويجاړېدو په اړه راپور خپور کړی دی.

د دې شبکې سرچينه په افغانستان کې بلل شوې چې، له افغانستان څخه نشه يي مواد لومړی پاکستان او بيا يې له هغه ځايه هند ته قاچاقوي.

هندي مقاماتو رسنيو ته ويلي چې، د دې شبکې مشري د محمد حسين داد په نوم يو افغان کوي.

د هند د نشه‌يي موادو د کنټرول ادارې د معلوماتو له مخې، وروستي نشه‌يي مواد لومړی له افغانستان څخه پاکستان ته استول شوي او بيا د دې شبکې په مرسته له هغه ځایه د هند د پنجاب ښار ته قاچاق شوي او هلته نيول شوي دي.

دا نشه‌يي مواد هيرويين دي چې درې زره کيلوګرامه کېږي.

هندي مقاماتو رسنيو ته ويلي چې، د دې شبکې مشري د محمد حسين داد په نوم يو افغان کوي.
هندي مقاماتو رسنيو ته ويلي چې، د دې شبکې مشري د محمد حسين داد په نوم يو افغان کوي.

دا مواد د شبکې د پاکستاني غړو په وسيله د هند پولو ته وړل شوي او هلته د همدې شبکې څلورو هنديو غړو ته سپارل شوي دي، هغوی له پولې څخه هند ته قاچاق کول چې په دې وخت کې ونيول شول.

هغه معلومات چې د هند د ملي څېړنې ادارې له هندي رسنيو سره شريک کړي ښيي چې، محمد حسين داد له تراهګرو ډلو سره نژدې اړيکې لري.

موږ وغوښتل چې د نشه‌يي موادو د قاچاقو له شبکو سره د مبارزې په برخه کې د طالبانو د حکومت نظر هم وپوښتو، خو هغوی زموږ سره خبرو کولو ته حاضر نه شول.

تر دې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وياند عبدالنافع ټکور ازادۍ راډيو ته ويلي و: " که کوم هېواد د افغانستان د نشه‌يي موادو د قاچاقو په اړه اندېښنه لري کولای شي له دوی سره خبرې وکړي او داسې زمينه برابره کړي چې په ګډه همکارۍ د نشه‌يي موادو د قاچاقو مخه ونيول شي او نشه‌يي موادو د قاچاقو شبکې هم له منځه يوسي."

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د پالیسۍ او سروې پخوانی رئیس نجيب الله احمدي وايي چې، په افغانستان او سيمه کې د نشه‌يي موادو د قاچاقو شبکې پراخې شوي او د دې تر څنګ يې د ځينو جنګي ډلو او دولتونو استخباراتي ادارو ملاتړ هم ترلاسه کړی دی.

نوموړی وايي: "هغه څوک چې د نشه يي موادو کاروبار کوي، کورنۍ او نړیوالې مافيايي ډلې، د سيمې او سيمې ها خوا ته استخباراتي ادارو ملاتړ هم ورسره دی، دوی د يوې منل شوي شبکې په توګه د نظامونو تر شا کار کوي. ښیښه چې جوړول يې په افغانستان کې تر پخوا څو برابره ډېر شوي، تر اروپايي هېوادونو، افريقا، امريکا او کاناډا پورې رسېدلې ده."

د افغانستان د نشه يي موادو د قاچاقو په اړه اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د طالبانو حکومت په وروستيو مياشتو کې د لسګونو وړو قاچاق کوونکو د نیولو په اړه خبر ورکړی، خو په دې موده کې هيڅ يو لوی قاچاق کوونکی نه نيول شوی او نه هم محاکمه شوی دی.

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00
مستقیم لېنک
XS
SM
MD
LG