د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۲

طالبان: د بدخشان ټولې سيمې مو په ولکه کې دي


د بدخشان ولايت واخان سيمې انځور - ارشيف
د بدخشان ولايت واخان سيمې انځور - ارشيف

د طالبانو د دفاع وزارت د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د پاکستاني پوځیانو د مخکې تګ ادعاوې رد کړې.

مخکې د پاکستان له خوا په واخان کې د سرحدي کرښو د جوړولو په اړه پر ټولنیزو شبکو خپرو شویو ویډیوګانو پراخ عکس العملونه پارولي وو.

د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د پاکستان له خوا د سرحدي کرښو د په نښه کولو په اړه تر پراخو عکس العملونو وروسته د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې د دغه ولایت ټولې سرحدي کرښې د طالبانو په ولکه کې دي.

دغه وزارت پرون پنج شنبه په یوه اعلامیه کې وویل، د «عمر ثالث» په نوم د دوی د فرقې او د اتمې سرحدي لوا مسوولانو د بدخشان واخان، زېباک او اشکاشم ولسوالیو د وضعیت د ارزونې لپاره دغو ولسوالیو ته سفر وکړ او سرحدي سیمې یې وکتلې.

په اعلامیه کې دغه راز ویل شوي چې د طالبانو حکومت له خپلو ګاونډیو هېوادونو سره ښه ګاونډیتوب ته ژمن دی او د افغانستان پر حریم د تېري په صورت کې به د افغانستان د خاورې دفاع وکړي.

په وروستیو کې پر ټولنیزو شبکو د پاکستان له خوا د بدخشان په واخان ولسوالۍ کې د سرحدي کرښو د جوړولو په اړه خپرو شویو ویډیوګانو د افغانانو سخت عکس العملونه پارولي وو.

په یوه ویډیو کې چې کره توب یې تایید شوی نه دی او د ثبت ځای یا نېټه یې هم معلومه نه ده ښکاري چې ځینې وسله‌وال کسان یوه کانکرېټي سرحدي نښه نړوي.

په دې تصوير کې وسله‌وال کسان کانګريټي نښه نړوي چې ويل کېږي د بدخشان واخان ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيانو جوړه کړې.
په دې تصوير کې وسله‌وال کسان کانګريټي نښه نړوي چې ويل کېږي د بدخشان واخان ولسوالۍ کې پاکستاني پوځيانو جوړه کړې.

ادعا شوې چې دغه سرحدي نښه د پاکستان له خوا د افغانستان په خاوره کې دننه جوړه شوې وه.

اسلام اباد هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

په همدې حال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر پخواني رئیس کریم خرم نږدې اوونۍ وړاندې په ټویټر کې لیکلي وو: "پاکستان په اصرار اوپه تکرار له ولسمشر کرزي غوښتل څو اجازه ورکړي واخان غوڅ کړي او تاجکستان ته د تجارت لپاره سړک وباسي خو نوموړي تر پایه و نه منله."

ښاغلي خرم زیاته کړې چې اورېدلي یې دي دا غوښتنه بیا له طالبانو شوې ده.

ده ویلي: داکار مو ترانزیتي اهمیت کموي او پاتې افغانستان منزوي کوي.

بل لوري ته د ولسي جرګې ځینو پخوانیو استازو ویلي، د افغانستان اوسېدونکي پر خپله خاوره د چا تېري ته اجازه نه ورکوي او د دغسې حرکتونو په وړاندې به په قاطع ډول ودرېږي.

XS
SM
MD
LG