د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۹

د طالبانو د مشر نوی فرمان: د بشر په لاس جوړ شوی قانون دې نه پلی کېږي


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده

د طالبانو مشر په یوه نوي فرمان کې امر کړی چې ټولې پرېکړې دې د اسلامي شریعت له مخې ترسره شي او د بشر له خوا جوړ شوي قوانین دې نه پلي کېږي.

هغه ادعا کړې، چې په تېرو شلو کلونو کې په جمهوري نظام کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي دي.

خو د جمهوري نظام د اساسي قانون په درېیمه ماده کې چې د افغانستان د ټولو قوانینو اساس دی، راغلي چې په افغانستان کې هېڅ قانون به، د اسلام د سپېڅلي دین د ارشاداتو او احکامو خلاف نه وي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ.

په دې اړه په هغه اعلامیه کې چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه خپره کړې راغلي، د دوی مشر ټینګار کړی چې قوانین باید د اسلامي شریعت پر بنسټ پلي شي او د انسانانو په لاس جوړ شوي قوانین نه‌شي پلي کېدلی.

د دغې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: "په تېرو شلو کلونو کې د اسلامي نظام او شریعت پر ضد ډېر تبلیغات شوي او پر ځای یې جمهوریت ته تبلیغ شوی دی."

په اعلامیه کې راغلي، د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د الله تعالی فرمانونه پلي کېږي، قوانین د خلکو په خوښه نه جوړیږي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، چې ټولې پرېکړې باید د اسلامي شریعت پر بنسټ وشي او هېڅ ډول اعتراض یې هم باید په وړاندې ترسره نه‌شي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ .
د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په قندهار کې له والیانو سره په کتنه کې په ټولنه کې د شرعی احکامو په تطبیق ټینګار وکړ .

حقوق پوه وحید فرزه يي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، طالبان په دې باور دي چې بانکي قوانین، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د منع قانون او د بشري حقونو کمېسیون له اسلامي شریعت سره په ټکر کې دي.

نوموړی وايي: "زما په نظر د طالبانو حکومت پر داسې قوانينو بحث کوي چې د دوی په باور د اسلامي شريعت خلاف دي، لکه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د منع قانون، د بشري حقونو قانون، د بشري حقونو کمېسيون او داسې نور."

د افغانستان رسمي دین اسلام دی.

يو شمېر افغانان طالبان تورنوي، چې له اسلامي شریعت نه په اخیستنې سره په افغانستان کې د سختو قوانینو په عملي کولو بوخت دي.

د کابل او سېدونکې او د ښځو د حقونو فعاله قمر نیازۍ په دې اړه ازادي راډيو ته وويل: "الحمدالله مونږ مسلمانان وو او یو، له شرعي قوانینو انکار نه کوو او نه هم دا وایو، چې اسلامي قوانین نه منو، خو د ټولنې د پرمختګ، نړیوالو سره د سیالیو او د خلکو د اسانه ژوند لپاره باید په ټولنه کې فرهنګي او ټولنیز قوانین نافذ وي."

دغه راز د ننګرهار اوسېدونکی اجمل وايي: "خلکو سره جوړ راشئ څو په زړونو کې یې ځای پیدا کړئ، یوازنی مورد دی، چې مونږ له شریعت پرته ورته اړتیا لرو."

پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د دوی له خوا د شرعیت پر بنسټ په بېلابېلو پرېکړو کې تر ټولو زیات افغان نجونې او ښځې اغیزمنې شوي.

په دغه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو ښوونځي ظاهراً په دې نوم تړل شوي، چې د نجونو زده کوونکو لباس سم نه دی او د ټلوېزیونو په ښځینه کارکوونکو یې مخونه هم پټ کړي دي.

خو تازه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي پرون د کجکي بند د دوهم فاز په پرانیست غونډه کې وویل، چې د ټولو افغانانو پر مخ د زده‌کړو دروازې پرانیستل یو جهاد دی، چې په خبره یې د دوی حکومت به ډېر ژر دا کار وکړي.

په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو له یولسو میاشتو زیات وخت تېرېږي او په دې ټوله موده کې دوی ټینګار کړی، چې قوانین به د شریعت پر بنسټ پلی کوي، خو د افغانستان اوسېدونکي اندېښمن دي، چې د طالبانو اخیستنه له شریعت څخه ډېر ټولیز او په ورته وخت کې سخت دريځي په‌کې ده، چې د دوی د سرپرست حکومت له خوا به د قوانینو وضع کول سختۍ لا زیاتې کړي، هغه موضوع چې طالبانو تل رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG