د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۵

د امريکا ولسمشر په کورونا اخته شوی خو وضعيت يې ښه بلل شوی


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

سپنې ماڼۍ پرون اعلان وکړ چې ولسمشر جوبایډن چې په کورونا اخته شوی خو، وضعیت یې ښه دی.

وروسته له دې چې سپینې ماڼۍ پرون په کورونا د جو بایډن د اخته کېدو خبر ورکړ، خپله بایډن پر ټویټر وویل چې وضعیت یې ښه دی او کار ته دوام ورکوي.

نوموړي ويلي: "زه دوه ځله واکسین شوی یم، دوه ځله مې هم د واکسین تقویتي دوز اخیستی، نښې نښانې ډېرې کمزورې دي، زه ستاسې له اندېښنو مننه کوم. وضعیت مې ښه دی، ډېر کارونه دي چې باید ترسره شي او زه دې اجراتو ته دوام ورکوم."

د سپینۍ ماڼۍ ویاندې کرین ژان پیر ( Karine Jean-Pierre ) ویلي، بایډن ته د ډاکټرانو له سپارښتنې سره سم دوا ورکول کیږي او سپینه ماڼۍ کې به قرنطین وي.

د سپینۍ ماڼۍ ویانده کرین ژان پیر
د سپینۍ ماڼۍ ویانده کرین ژان پیر

سپینې ماڼۍ ویلي، بایډن به خپل کار ته دوام ورکوي.

د سپینې ماڼۍ ډاکټر ویلي، بایډن ته د چهارشنبې په ورځ ریزش، ستړیا او وچ ټوخی پيدا شو.

بایډن د جولای په شپاړسمه د اسرایلو او سعودي عربستان له سفره بېرته امريکا ستون شو.

هغه د چهارشنبې په ورځ له یوه ډله قانون جوړونکو سره ماساچوست ته سفر کړی و.

XS
SM
MD
LG