د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۲

ګارډين: افغانستان کې جګړه درېدلې خو طالبان د قومي او مذهبي لږکيو په امنيت کې پاتې راغلي


طالبان
طالبان

ګارډين ورځپاڼه:

د ګارډین ورځپاڼې په خپلې وروستۍ ګڼې کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په وروستي راپور یوه لیکنه خپره کړې ده.

د ورځپاڼې په وینا د ملګرو ملتونو یوه لویه اندېښنه د مجازات په وړاندې د هغو طالبانو د معافیت ده چې د اعتراض کونکو، رسنیو، مظاهره چیانو او د مدني ټولنو د فعالانو په وړاندې د بشري حقونو په سرغړاویو کې ښکېل دي.

د ګارډین د لیکنې په یوه بله برخه کې راغلي، په تېر یو کال کې یعنې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو را وروسته د افغانستان په ډېرو سېمو کې جګړې دریدلې او ولسي مرګ ژوبله کمه شوې ده خو حکومت نه دی توانېدلی چې د خلکو په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي اقلیتونو امنیت هسې چې پکار ده ونیسي.

ورځپاڼه زیاتوي، ملګرو ملتونو تر ډېره د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې او د دوی د امر بالمعروف و نهی عن المنکر د وزارت د چلند په اړه اندېښنه څرګنده کړې.

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ډېرو هغو فرمانونو مسول بلل کېږي چې پر افغان ښځو محدودیتونه لګوي.

د طالبانو د حکومت ویاندویانو د ملګرو ملتونو دا راپور رد کړی او تبلیغات یې بللي دي.

د دوی په وینا هیڅ ډول شواهد یا اسناد د هغو بشري سرغړایو په اړه نه‌شته چې ملګري ملتونو په خپل راپور کې یاد کړي دي.

خو د بشري حقونو یو شمېر ډلو او فعالانو تر دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بشري سرغړاویوو موجودیت ته ګوته نېولې ده.

ملګرو ملتونو همدارنګه په خپل راپور کې چې پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنۍ راوروسته زیاتېدونکو اقتصادي ستونزو ته هم اشاره کړې.

ډيپلوماټ خپرونه:

ډیپلوماټ خپرونې په کابل ښار کې د یوې چادري لرونکې ښځې عکس خپور کړی دی او لیکلي یې دي فاطمه وجاحت نولس کلنه ده او د طالبانو له تېرې واکمنۍ راوروسته دنیا ته راغلې ده.

فاطمه وايي، د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ په اړه یې له خپل مور اورېدلي و خو اوس خپله په هغه وخت کې د خپلې مور ژوند تجربه کوي.

فاطمه د طالبانو تر راتګ مخکې په ټولنیزو او هنري فعالیتونه بوخته وه او د کار یوه برخه یې پر دېوالونو انځورګري وه.

هغې خپرونې ته ویلي اوس ترې ان د ورځو شمېر هېر دی، بې برخلیکه ده او له بې‌کارۍ ټوله ورځ په خپل ټليفون تېروي.

XS
SM
MD
LG