د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۷

د اوکراين لومړۍ مېرمنې امريکا ته د سفر پر مهال د نورو وسلو غوښتنه کړې


د اوکراين لومړۍ مېرمن اولنا زلیسنکا
د اوکراين لومړۍ مېرمن اولنا زلیسنکا

د اوکراین د ولسمشر مېرمنې، د امریکا متحدو ایالتونو ته د سفر پر مهال د نورو دفاعي وسلو غوښتنه کړې ده.

اولنا زلیسنکا پرون د امریکا کانګرس ته وویل، میندې باید وکړای شي خپلو ماشومانو ته ووايي، چې ارام ویده شي او بله هوايي حمله نه کېږي.

د اوکراین د ولسمشر مېرمنې اولنا زلینسکا (Olena Zelenska)، چې روانه اوونۍ د امریکا د متحدو ایالتونو په سفر ده، پرون د امریکا په کانګرس کې وویل، چې اوکراین د امریکا د پوځي مرستو مننه کوي، خو اوس په ځانګړي ډول د هوايي دفاع لپاره تسلیحاتي دستګاوو ته اړتیا لري، څو وکړای شي، د هغې په وینا د روسیې د تروریستي حملو په وړاندې د اوکراین وګړي خوندي کړي.

اولنا زلینسکا وویل، موږ غواړو د اوکراین هره مور او پلار وکړای شي خپلو ماشومانو ته ووايي چې ارام ویده شي او بیا به بله هوايي حمله نه کېږي.

د هغې اشاره د روسیې د تېرې اوونۍ هوايي حملې ته وه، چې د اوکراین په مرکزي برخه کې پر وینیڅا ښار وشوه.

تر هغې حملې وروسته د څلور کلنې لیزا دمتیريوا مړی هم د هغې ریکشا ته څېرمه وموندل شو.

د اوکراين په ډېرو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.
د اوکراين په ډېرو برخو کې لا هم جګړه روانه ده.

په هغه ویډیو کې چې مور یې تر حملې دوه ساعته مخکې خپره کړې، دغه ماشومه د لوبې په حال کې ښکاري.

د اوکراین د ولسمشر مېرمنې اولنا زلینسکا د ملکیانو د وژل کېدو له دې ډلې د پوخ عمره کسانو د مړینې په باب هم خبرې وکړې، چې تر دویمې نړیوالې جګړې او هولوکاست وروسته ژوندي وو، خو په ۲۰۲۲م کال کې د روسیې د هوايي حملو له کبله ووژل شول.

هغې د واشنګټن د پوځي مرستو مننه وکړه، خو ویلې له بده مرغه جګړه لا هم ختمه شوې نه ده.

د اوکراين لومړۍ مېرمن کانګرس ته د وينا پر مهال
د اوکراين لومړۍ مېرمن کانګرس ته د وينا پر مهال

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلینسکي چې د اولنا زلینسکا مېړه دی، څو ورځې مخکې ویلي وو، چې تمه لري، واشنګټن ته یې د مېرمنې سفر او کتنې د پام وړ نتیجې ولري.

هغه ویلي وو، چې کانګرس ته به یې د مېرمنې وینا مهمه وي او په دندو کې یې له اوکراین څخه دامریکا متحدو ایالتونو ملاتړ، دغه راز د ده په ټکو د روسیې د ترور په وړاندې د اوکراین د وګړو خوندیتوب او د بشري مرستو زیاتول شامل دي.

اولنا زلینسکا د امریکا له ولسمشر جو بایدڼ، د هغه له مېرمنې جېل بایډن او د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره کتلي دي.

XS
SM
MD
LG