د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۴

امریکا: طالبان له انساني قاچاق سره د مبارزې توان نه لري


د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼلی، چې په ځانګړي ډول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له دې پدیدې سره د مبارزې توان نه‌لري.

بنفشه د هرات اوسېدونکې ده.

هغې پنځه میاشتې مخکې جرمنې ته د رسېدو په خاطر د ایران او بیا د ترکیې له لارې د قاچاقي سفر لاره خپله کړه، خو موخې ته له رسېدو وړاندې د ایران او ترکیې په پوله د ترکي د پولیسو له‌خوا ونیول شوه.

بنفشې سره دې سفر کې د نوموړې مېړه، دوه زامن او ورور مله وو.

بنفشه وايي، څلور شپې او ورځې یې لار ووهله او له نیول کېدو وروسته یې له خپلو کوچنیو بچو سره یوه شپه او ورځ د ترکي پولیسو په بندخونه کې تېر کړل.

بنفشه چې یوه هوسا ژوند ته د رسېدو لپاره یې له خپلو اولادونو سره پر دې له ګواښ ډکې لار سفر پیل کړی و وايي، قاچاق کوونکو خپلې پیسې واخستې، خو موخې ته یې و نه رسوله.

هغه زیاتوي: "موږ یې ایران سره په پوله په سرحدي پولیسو ونیولو. بیا هلته قاچاق کوونکی راغی، موږ یې یوړو. پیسې اخلي، ځکه قاچاق کوونکی تر درې ځله حق لري چې موږ ی یوسي او له موږ ټولو یې پیسې واخستې."

وروستیو کلونو کې د بنفشې په څېر ډېر افغانان په دې خطرناکو لارو بهرنیو هېوادونو ته سفرونه کړي.

د غور اوسېدونکې فضیله محمدي چې اوس له خپلې کورنۍ سره ایران کې ژوند کوي، دوه کاله مخکې یې جرمني ته د قاچاقي سفر نیت وکړ.

خو هدف ته له رسېدو مخکې، د پولیسو له‌خوا ونیول شوه او بېرته افغانستان ته را واستول شوه.

محمدي وویل: "د ایران او ترکیې تر پولو لاړو، هلته یو سیمه ده د ارومیه په نوم. ۲۴ ساعته مو واټن وواهه، څو هلته ورسېږو او بیا هلته ونیول شو. یو دوه شپې هلته و، بیا یې افغانستان ته را ولېږدولو."

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له افغانستانه نورو هېوادونو ته په غیرقانوني توګه سفرونه زیات شوي دي.

تازه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې افغانستان یو له هغو هېوادونو ګڼلی، چې په ځانګړي ډول واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له دې پدېدې سره د مبارزې توان نه لري.

په دې راپور کې راغلي: "افغانستان په بشپړه توګه لږ تر لږه د قاچاق د مخنیوي معیارونو ته پام نه‌کوي او د دې کار لپاره یې د پام وړ کار هم نه‌دی کړی. له همدې امله د درېیمې ګټګورۍ په هېوادونو کې راغلی دی."

درېیمه درجه هغو هېوادونو ته ویل کېږي، چې د انساني قاچاق له قربانیانو د ساتنې په برخه کې په ۲۰۰۰ میلادي کال کې د امریکا له‌خوا له تصویب شوي قانون پیروي نه کوي او نه هم په دې برخه کې موثرې هڅې کوي.

په دې راپور کې زیاته شوې، د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې وروسته تر کومه چې طالبان په افغانستان واکمن شول، د انساني قاچاق له قربانیانو څخه د ساتنې هڅې د پام وړ کمې شوي، د انساني قاچاق هیڅ قرباني نه‌دی پېژندل شوی او تر خوا یې په مستقیم ډول د ماشومانو د قاچاق لپاره اسانتیاوې برابرېږي.

د دې راپور پر بنسټ، طالبانو د جنایتونو د قربانیانو له دې ډلې د قاچاق قربانیانو د ساتنې لپاره امن ځایونه تعطیل کړي او زیان ګاله برخه یې بې له ملاتړه همداسې پرېښې.

له طالبانو مو د دې راپور په اړه غبرګون وغوښت، خو ویاند یې ذبیح‌الله په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل راپور کې په افغانستان کې د انساني قاچاق چې بچه بازۍ او په خپلو لیکو کې له ماشومانو ګټه اخیستل هم په کې شامل دي، له طالبانو غواړي چې له ماشومانو ناوړه ګټه اخستل پای ته ورسوي.

همدا ډول د انساني قاچاق سره د مبارزې شته قوانین په رسمیت وپېژني او د انساني قاچاق د مخنیوي په برخه کې ترې ګټه واخلي.

له طالبانو دا هم غوښتل شوي، څوک چې انساني قاچاق کوي تر څېړنې لاندې ونیسي او محاکمه یې کړي.

تر خوا یې په ټول افغانستان کې د انساني قاچاق قربانیانو ته امن ځایونه پرانېزي.

XS
SM
MD
LG