د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۱

افغان هنرمند "صفي الله ثبات" ومړ


صفي الله ثبات
صفي الله ثبات

افغان سندر جوړونکی او موسیقي غږونکی صفي الله ثبات مړ شو.

یو شمېر هنرمندانو او فرهنګ پالو د افغان سندر جوړونکي او موسیقي غږونکي صفي الله ثبات د مرګ خبر په ټولنیزو شبکو کې خپور کړی دی.

ښاغلی ثبات د افغان مشهور سندرغاړي احمد ظاهر نېږدې ملګری و.

که څه هم د نوموړي د وفات کره نېټه نه ده ښودل شوې خو یو شمېر هنرمندانو، فرهنګپالو او لیکوالو د نوموړي په مړینه د خواشینۍ پیغامونه خپاره کړي دي.

هغوی د ښاغلي ثبات مړینه د افغانستان د هنر او موسیقي لپاره لویه ضاېع بللې ده.

صفي الله ثبات د احمد ظاهر ۳ سندرې کمپوز کړې وې.

د احمد ظاهر زوی سندرغاړي رشاد ظاهر پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي، چې د ښاغلي ثبات په مرګ ډېر غمجن دی.

د احمد ظاهر دې هنرمند ملګري د احمد ظاهر په نوم د موسیقي یو مرکز هم جوړ کړی و.

نوموړي د احمد ظاهر او خپلو هنري کارونو په اړه له رسنیو سره ډېرې مرکې کړې وې.

صفي الله ثبات د فرانسې له خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي و، چې احمد ظاهر د ختيځې او لودېځې موسیقي په یو ځای کولو کې د افغانستان مخکښ هنرمند و.

هغه ویلي: "احمد ظاهر ختیځه او لوديځه موسیقي سره یو ځای کړه او داسې یې يو ځای کړه چې هېڅ نه احساسېږي."

ازادي راډيو له ډېرو هڅو سره هم بریالۍ نه شوه، چې د دې هنرمند د کورنۍ له غړو سره د نوموړي د وفات د وخت، ځای او لامل په اړه وغږېږي.

XS
SM
MD
LG