د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

د اوکراین جګړه؛ د اوکراین پوځ د روسي ځواکونو پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی


اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د جګړې په لومړۍ کرښه کې

اوکراییني چارواکي وایي، د هېواد په ختیځ کې یې د روسي ځواکونو پر ضد عملیاتو ته زور ورکړی دی.

د اوکراین پوځ ویلي، چې د دغه هېواد په جنوب کې یې د روسیې پر ضد پراخ ځوابي عملیات پیل کړي او غواړي هغه سیمې بېرته ونیسي چې روسانو اشغال کړې دي.

د اوکراین د پوځ د جنوبي زون قومندانۍ ویلي چې سه شنبه یې د روسیې تر ولکې لاندې ښارګوټي نووا کاخوفکا کې د مهماتو پر یوه ډیپو حمله کړې، چې په نتیجه کې یې یوه لویه چاودنه شوې ده.

د پوځ قومانداني ویلي، چې ۵۲ روسي پوځیان په دې برید کې وژل شوي او توپخانې او زغره وال ګاډي یې له منځه تللي دي.

تاس روسي خبري اژانس بیا ویلي، چې هدف ګرځېدلې سیمه د سرې یوه ذخیره وه چې په چاودنه کې یې یو مارکېټ، روغتون او کورونه ویجاړ شوي دي.

د اوکراین دې خیرسون ښار یوه څنډه
د اوکراین دې خیرسون ښار یوه څنډه

په خیرسون کې د کرملین له خوا ټاکل شوي روس پلوه مشر ولادمیر لیونیتوف دا برید ترهګریز عمل بللی او ویلي یې دي چې اوه ملکیان وژل شوي او اتیا تنه نور ټپیان دي.

په جګړه کې د دواړو خواو له لوري د ادعا شویو شمېرو په اړه خپلواکو سرچینو لا څه نه دي ویلي.

د نووا کاخوفکا ښارګوټی د اوکراین د جنوبي ښار خیرسون په ۵۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

دا سیمه څه وخت مخکې روسي ځواکونو نېولې ده.

اوکرایني چارواکو ویلي، چې په جنوب کې یې د سیمو د بېرته نیولو لپاره لوی شمېر پوځیان چمتو کړي او غواړي کلیدي بندرونه او خیرسون بېرته تر ولکې لاندې راولي.

XS
SM
MD
LG