د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۲

ډېلي ټايمز: د افغانستان کرکټ بورډ دننه تربګنیو د څارونکو اندېښنې پارولي


د افغانستان د کرکټ بورډ
د افغانستان د کرکټ بورډ

يو اس اې ټوډې:

يو اس اې ټوډې ورځپاڼې امریکا ته د تخلیه شویو افغان کډوالو پر ژوند یوه لیکنه خپره کړې ده.

کله چې د تېر کال د اګست په نیمایي کې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شول، امریکا څه باندې شپږ اويا زره هغه افغانان تخلیه کړل چې د دوی ملکي او پوځي همکاران او د کورنۍ غړي یې وو.

ورځپاڼې لیکلي، دغه افغان کډوال اوس د امریکا د نوي ژوند او په افغانستان کې د پاتې ترخو خاطرو ترمنځ حالت کې ژوند کوي.

ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقونو او ښځو د فعالې حمیرا قادري کیسه را اخیستې ده چې وایي، تېر کال له خپل ۷ کلن زوی سره امریکا ته ولاړه، خو اوس یې هم ژوند له افغانستان سره تړلی.

مېرمن قادري ورځپاڼې ته ویلي، هر سهار چې له مور سره خبرې کوم، ژوند مې په اوښکو تویولو پيلېږي، ځکه مور ورته د افغانستان د حالاتو او بدو ورځو کیسې کوي.

د ورځپاڼې په لیکنه، امریکا کې د حمیرا قادري شپږ میاشتې نه وې تېرې چې طالبانو یې ورور، خالد قادري چې د نوروز راډیو د کلتوري پروګرامونو مسوول و، ونیوه.

مېرمن قادري ورځپاڼې ته ویلي، دا او ټوله کورنۍ یې یوه اونۍ نه پوهېده چې خالد چېرته دی، خو وروسته خبر شول چې طالبانو نیولی او د نظام په ضد د تبلیغاتو په تور یې په یوه کال حبس محکوم کړی دی.

مطلب کې راغلي، د حمیرا قادري په څېر امریکا ته ګڼ شمېر ورغلي کسان پخوا افغانستان کې چارواکي او پر ښو پوستونو یې کار کړی، خو اوس امریکا کې له صفره ژوند پيلوي او نوې ژبه زده کوي.

ورځپاڼه کې راغلي، له دغو کډوالو په افغانستان کې کورنۍ پاتې دي چې اکثره یې د نورو افغانانو په څېر اوس له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

ډېلي ټايمز:

ډېلي ټایمز بیا د افغانستان د کریکټ د سر روزونکي ګراهام تورپ پر روغتیایی وضعیت لیکنه کړې او ویلی یي دي، هغه د دې وړ نه دی چې ژر بېرته خپل کار ته راستون شي.

مطلب کې د افغانستان د کرکټ بورډ په حواله لیکل شوي، دوی د نوي روزونکي د استخدام لړۍ پيل کړې او دا مهال دا کار د یوه افغان روزونکي رييس خان احمدزي له خوا مخته وړل کېږي.

ګراهام تورپ چې د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویل شوي، د سږ کال په مارچ کې د افغانستان کرکټ بورډ استخدام کړ او ټاکل شوې وه چې د اپرېل په وروستۍ اوونۍ کې کار پيل کړي، خو وې نه شو کړاى.

نوموړي یوه لسیزه د انګلستان په کرکټ کې د روزونکي او دغه راز د استرالیا د ټیم په روزنه کې تجربه درلوده.

د افغانستان کرکټ لوبډلې په وروستۍ یوه لسیزه کې افغانستان ته ګڼې بریاوې راوړي او د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې ده، خو په دې وروستیو کې د کرکټ بورډ دننه تربګنیو د کرکټ د څارونکو اندېښنه پارولې ده.

دوی وایي، که کرکټ بورد همداسې د سیاسي نانندریو مرکز شي، له شک پرته چې د کرکټرانو پر وړتیا او غوړېدو به هم ناوړه اغېزه وکړي.

همدا تېره اوونۍ راپورونو کې وویل شول، چې د بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي طالبانو د دې لپاره نیولی چې په یوه جعلي مکتوب بورډ ته ورغلی او ځان یې مشر معرفي کړی دی.

XS
SM
MD
LG