د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

د اختر خوندیتوب لپاره د طالبانو چمتووالی؛ بېوزله او زلزله ځپلي څه وايي؟


په کابل کې طالب سرتېری
په کابل کې طالب سرتېری

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د لوی اختر د خوندیتوب لپاره یې هر ډول امنیتي چمتووالی نیولی دی.

طالبان وايي، د لوی اختر په درېیو ورځو کې د جشنونو د خوندیتوب لپاره یې ټول امنیتي تدابیر سنجولي او د دوی په وینا شپه و ورځ به د امن د ټینګښت هڅه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور په یوه ویډیويي پیغام کې چې ازادۍ راډیو ته یې رالېږلی، ویلي: "د دې لپاره چې هېوادوال د اختر شېبې لا په خوښۍ تېرې کړي، زموږ بیدار او زړور ځواکونه به شپه او ورځ د امنیت په ټینګښت کې کوشان وي. له درنو هېوادوالو غواړو چې د مشکوکو تحرکاتو د لیدلو پر مهال له خپلو امنیتي ځواکونوس سره په اړیکه کې شي."

د نورو اسلامي هېوادونو په څېر نن په افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، چې خلک یې د قربانۍ یا اختري په کولو سره لمانځي.

لوی اختر داسې وخت رارسېږي، چې پر افغانستان د طالبانو له خوا د ولکې له ټینګولو وروسته په افغانستان کې بېوزلي او وزګارتیا زیاته شوې او خلک شکایت لري، چې د بېوسۍ له کبله د لومړنیو توکو د رانیولو وس هم نه لري.

د جلال اباد ښار یوه څنډه
د جلال اباد ښار یوه څنډه

له ننګرهاره د ازادۍ راډیو یوه مینه واله ښکلا شېرزاد وايي، که څه هم ستونزې به وي، خو خلک دې اختر په خوښیو ولمانځي.

هغې وویل: "هیله لرم چې خلک یو ښه او له خوشحالیو ډک اختر ولري. که څه هم افغانستان کې ټولو خلکو د خوشحالیو موقع له لاسه ورکړي دي. ټول ولس ته غږ کوم چې باید خپلو روا مبارزو ته دوام ورکړو او بیا په تېره بیا د طالبانو مشرانو باندې غږ کوم او هیله ورڅخه کوم چې د ټولو افغانانو په تېره د ښځو او نجونو حقونو ته دې درناوی وشي."

په همدې حال کې د افغانستان په زلزله ځپلو سیمو کې خلکو ویلي، چې د لوی اختر لمانځنې ته هېڅ ډول چمتووالی نه لري، ځکه وروستۍ پېښې د ژوند خوشحالي ورڅخه اخیستې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG