د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

د طالبانو حکومت له ايران افغان کډوالو ته د اسانتياو د رامنځته کولو غوښتنه کړې


يو شمېر افغان کډوال چې له ايران افغانستان ته را استول شوي
يو شمېر افغان کډوال چې له ايران افغانستان ته را استول شوي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په کابل کې یې د ایران د سفارت له مرستیال سره د نورو موضوعاتو ترڅنګ په هغه هېواد کې د افغان کډوالو په اړه خبرې کړې او غوښتنه یې کړې چې هغوی ته دې اسانتیاوې رامنځته کړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ احمد ضیا پرون سې شنبې په یوه ټویټ کې ویلي چې له ایران څخه یې غوښتي چې په هغه هېواد کې دې د افغان کډوالو د بانکي حسابونو په ګډون هغوی ته اسانتیاوې رامنځ‌ته کړي.

دغه غوښتنه په هغه کتنه کې چې پرون د دې وزارت د سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي او په کابل کې د ایران د سفارت د مرستیال سید حسن مرتضوي ترمنځ وشوه، مطرح شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنیدونکو چارو وزارت وړمه ورځ وویل چې په دې وروستیو کې ایران له خپلې خاورې د افغانانو د په زوره ایستلو پروسه چټکه کړې ده.

د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزی
د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزی

دې وزارت ویلي چې یوازې د دوشنبې په ورځ ایران نژدې ۳۲۰۰ افغان کډوال په زوره د نیمروز ولایت پر میلک او د هرات د اسلام قلعه پر پولو د افغانستان لورته را اړولي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې ایران د ورځې په متوسط ډول دوه زره افغان کډوال له خپلې خاورې باسي او افغانستان ته یې استوي.

د دې وزارت په وینا د چنګاښ له نهمې تر یو لسمې پورې ۴۵۶۰ افغان کډوال چې په‌کې ښځې او ماشومان و، ایران ایستلي او افغانستان ته یې استولي دي.

که څه هم د ښاغلي ستانکزي او ښاغلي مرتضوي د تېرې ورځې په کتنه کې ظاهراً له ایرانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه څه نه‌دي ویل شوي خو څه باندې یوه اونۍ مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي و چې دوی تل د ایران په ګډون له هغو هېوادونو چې افغان کډوالو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی، غوښتي چې له دوی سره ښه چلند وکړي.

هغه ویلي وچې په نورو هېوادونو کې د افغان کډوالو ستونزې دوی ښې درک کوي او له چارواکو سره په غونډو کې یې تل په دې اړه اندېښنې شریکې کړي دي.

له ایرانه په زوره د افغان کډوالو د ایستلو د پروسې د چټکېدو ترڅنګ په دې وروستیو میاشتو کې په هغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د ایران د پولیسو او نورو لورو د بد چلند زیات راپورونه ورکړل شوي دي.

خو په افغانستان کې روان ناوړه اقتصادي او سیاسي وضعیت اکثره افغانان دې ته اړباسي چې له هېواده ووځي.

ډېری دغه افغانان هم د اروپا په نیت ایران ته مخه کوي.

د ایران د کورنیو چارو د وزارت د امنیتي او د قانون د تنفیض د چارو مرستیال سید مجید میر احمدي څو ورځې مخکې وویل چې د دوی سروې ښېي چې په اوس وخت کې په ایران کې د مېشتو قانوني او غیر قانوني افغان کډوالو شمېر شاوخوا څلور نیم ميلیون تنو ته رسیږي.

XS
SM
MD
LG