د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د اوکراين بيا رغونه؛ د لسګونه هېوادونو مشران يې په اړه نن غونډه کوي


اوکراين، چې ډېرې برخې يې د جګړې له کبله نړېدلې دي.
اوکراين، چې ډېرې برخې يې د جګړې له کبله نړېدلې دي.

د لسګونه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران په جګړه کې د اوکراین د نړېدلو سیمو د بیا رغونې تګلاره جوړوي.

د لوګانو ښار د غونډې په ګډونوالو کې د اوکراین صدر اعظم ډینیس شمیهال او د اروپایي کمېسیون مشره اورسلا ون دیرلین هم شامل دي.

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي چې په انلاین ډول غونډه کې ګډون کوي، له مخکې نه خبرداری ورکړی چې په ازادو شویو سیمو کې د بیا رغونې کار" ډېر پراخ" دی.

زلنسکي ویلي: "یوازې دا مهمه نه‌ده چې د یرغلګرو له خوا نړول شوي هر څه بېرته جوړ شي، بلکې اړتیا ده چې د خوندي، نوي، ارام او ازاد ژوند لپاره نوی بنسټ هم کېښودل شي.

زلنسکي دا څرګندونې پرون ناوخته داسې مهال کړي چې پر اوکراین د روسي ځواکونو بریدونه لا روان دي.

د اوکراين ولسمشر زلنسکي
د اوکراين ولسمشر زلنسکي

هغه زیاته کړې، دا مهمه نه‌ده چې نن موږ په څومره سخت وضعیت کې یو، خو باید په یاد ولرو چې راتلونکې هم شته.

په همدې حال کې د اروپا د پانګونې بانک د بهرنیو فعالیتونو مشر مارکوس بېرنډت ویلي: "اوکراین یو لوی هېواد دی، ډېره برخه یې نړیدلې نو د بیارغونې پلان او همغږي یې ډېر ژر نه شي پیلیدی."

نوموړي د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس ته ویلي، اوکراین دا مهال د لومړنیو خدماتو بېړنۍ مرستې ته اړتیا لري چې هغه کې پاکې اوبه، کانالیزیسیون، انرژي او انټرنیټ شاملیږي.

د اوکراین لپاره د سویس سفیر سیمون پیدوکس چې د کانفرانس مشري ورله غاړې ده ویلي، دا لا وختي ده چې د اوکراین د ټولې اړتیا کچه معلومه شي، خو په خبره یې غونډه کې به د راتلونکې کار پر نقشې کار وشي.

ويل شوي دي چې د اوکراين بيا رغونه به کلونه وخت ونيسي
ويل شوي دي چې د اوکراين بيا رغونه به کلونه وخت ونيسي

هغه ویلي، د اوکراین د بیا رغونې هڅې به که لسیزې نه وي، نو کلونه وخت نیسي.

ښاغلي پیدوکس وړاندوینه کړې چې د اوکراین د تاسیساتو د بیا رغونې لپاره به سلګونه میلیارده اروپایي یورو ته اړتیا وي.

د سویس د لوګانو ښار کانفرانس پر اوکراین د روسیې له یرغل مخکې پلان شوی و او هغه مهال یې اجنډا دا وه چې په اوکراین کې به د اصلاحاتو په اړه خبرې په کې کېږي.

خو پر اوکراین د روسیې یرغل د کانفرانس اجنډا بدله کړه او اوس یې ګډونوال نن او سبا پر دې خبرې کوي چې څنګه او په څه ډول د اوکراین نړیدلي تاسیسات بېرته ورغوي.

اټکل دادی چې کانفرانس به " لوګانو د اعلامیې " په نوم په یوه ګډ پریکړه لیک پای ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG