د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

اسلام اباد کې افغان کډوالو سره پوليسو تاوتريخوالی کړی


ارشيف
ارشيف

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې یو شمېر هغه کډوال چې غواړي بهر ولاړ شي، وايي تېره ورځ د اعتراض پر مهال د سیمه ییزو پولیسو له لوري ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي ډول فېسبوک کې په خپرو شويو ويډيوګانو کې ښکاري، چې پاکستاني پولیس له افغان اعتراض کوونکو سره تاوتریخوالی او له سپکاوي ډک چلند کوي.

دغه افغانان وایي دوی له تېرو اتو نهه میاشتو راهیسې په اسلام اباد کې بې برخلیکه پراته دي او له دې امله یې اعتراض کړی، چې بهرني هېوادونه یې برخلیک معلوم کړي.

خو د دوی په خبره تېره ورځ پاکستاني پولیس د اعتراض ځای ته ورغلي او دوی یې وهلي او ډبولي دي.

خلک وايي، پاکستاني پوليسو ورسره د تاوتريخوالي ډک چلند کړی
خلک وايي، پاکستاني پوليسو ورسره د تاوتريخوالي ډک چلند کړی

سودابه ناصري له اسلام اباد نه ازادي راډیو ته وویل، څو ورځې وړاندې پاکستاني چارواکو هغه افغانانو ته چې دغه هېواد ته له غیر قانوني لارو ورغلی اعلان وکړ چې دوی باید ځانګړو کمپونو ته انتقال شي، خو دوی مخالفت کړی چې له امله یې تاوتریخوالی رامنځته شوی دی.

نوموړې وويل: "اعتراض کوونکو ته دوه ورځې وخت ورکړل شوی چې باید دوی لست بندي شي او وروسته ځانګړو ځایونو ته انتقال شي، خو افغانان دغه امر ته غاړه نه ږدي، ځکه تېره ورځ دغه ډول تاوتریخوالی رامنځته شو."

په اسلام اباد کې مېشت یو بل افغان صفي سلطاني ازادي راډیو ته وویل، چې دغلته پراته افغانان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري یې ستونزو ته رسېدنه نه کوي.

دی وايي تېره ورځ یو شمېر اعتراض کوونکو غوښتل له پاکستاني پولیسو سره له همغږۍ پرته شنو سیمو ته داخل شي چې د پولیسو له غبرګون سره مخ شول.

افغان کډوالو له دې امله اعتراض کړی و، چې برخليک يې مالوم شي
افغان کډوالو له دې امله اعتراض کړی و، چې برخليک يې مالوم شي

نوموړي وويل: "تېره ورځ یو شمېر افغانانو په اسلام اباد کې اعتراض وکړو، خو له بده مرغه په تاوتریخوالي واوښت، ځکه چې دغه اعتراض کوونکو له پولیسو سره همغږي نه وه کړې، چې وروسته د پولیسو له بد چلند سره مخ شول، یو شمېر یې بندیان شول چې بېرته راخوشې شول."

خو یو شمېر نورو اعتراض کوونکو بیا ویلي چې دوی سوله ییز لاریون کاوه خو پولیسو ورسره له تاوتریخوالي ډک چلند وکړو.

خو یو شمېر پاکستاني رسنیو ته د اسلام اباد پولیسو ویلي، چې دغه افغان اعتراض کوونکو رېډ زون يا هغې سيمې ته چې اعتراض په‌کې بند دی د ننوتلو هڅه وکړه چې د دوی له خوا يې مخه ونيول شوه.

پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل راهیسې زیات شمېر افغانان ګاونډیو هيوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته ولاړل.

دوی غواړي چې له هغه ځایه نورو هېوادونو ته انتقال شي، خو وایي چې دغلته یې وخت زیات تېر شو او بې برخلیکه دي.

دوی وايي، ملګري ملتونه ورسره باید د کېسونو د څېړولو او دغه شان په اسلام اباد کې د دوی په وړاندې د ستونزو چې د استوګنې د کورونو د نه درلودلو او اقتصاد په برخه کې یې لري مرسته وکړي.

هڅه مو وکړه، چې د دغو افغانانو د ستونزو په اړه په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت، په کابل کې د پاکستان سفارت او دغه شان په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره خبرې وکړو خو د دغه راپور تر لیکلو پورې مو چا پوښتنې نه دي ځواب کړي.

XS
SM
MD
LG